متاهل نارینه د مجردانو په پرتله په ځنډ او ورو بوډا کېږي– څیړنه

د یوې تازه څیړنې موندنې ښيي چې واده کړي یا متاهل نارینه د مجردانو په پرتله په ځنډ او ورو بوډا کېږي.

په دې څېړنه کې چې تازه د ټولنیز کار په نړیوال ژورنال کې خپره شوې ساینسپوهانو د ۲۰ کلونو په موده کې د ۴۵ او ۸۵ کلونو ترمنځ د زړو کسانو روغتیا څېړلې ده.

ساینسپوهانو د نورو برخو ترڅنګ هڅه کړې دا ومومي چې د څیړنې د ګډونوالو مدني حالت د هغوی په روغتیا او د زړښت پر بهیر اغیز کړې او که نه.

څیړنې ښودلې ده چې واده کړي سړي د هغو کسانو په پرتله چې هیڅکله یې واده نه دی کړی د زړښت بهیر په بریالي توګه او کرار سر ته رسولی دی. په څیړنه کې راغلي‌ دا یوازې هغه وخت بریالۍ ثابته شوې چې واده کړي سړي د خپل د ژوند له ملګرې سره دوامداره او ګډ ژوند کړی وي.

همداشان د دې څیړنې موندنې ښيي چې میړوښې ښځې د هغو ښځو په پرتله چې هیڅ‌کله یې د واده تجربه نه ده درلودلې د زړښت بهیر یې زیات توپیر نه درلوده. خو په ښځو کې هم جلاوالي او طلاق منفي اغیزې درلودې او د هغوی د زړښت د بهیر د چټکوالي لامل شوی دی.

په دې څیړنه کې راغلي چې مجردې ښځې د نورو ښځو په پرتله په ځان بسیا دي او خوشحاله ژوند لري.

خو د څيړنې په پایله کې دا هم رابرسیره شوي هغه نارینه او ښځې چې تلپاتې او خوشحاله جنسي اړیکې یې درلودې د ښې روغتیا څخه برخمن وو.

له دې وړاندې هم ترسره شویو څیړنو ښودلې ده چې د ښځې او مېړه ترمنځ ګډ ژوند د ښې روغتیا لامل کېږي.

یوه بله څیړنه چې د انساني طبیعي چلند په ژورنال کې خپره شوې ده ښيي چې په ټوله نړۍ کې مجرد کسان د خپلو همزولو واده شویو کسانو په پرتله په رواني ناروغیو د اخته کېدو له ګواښ سره زیات مخامخ دي.