د لاس رسي وړ اتصالات

د اچ ‌ای ‌وي اېډز ارزان د واکسین په څېر درمل جوړ شوي - څېړونکي


لومړنیو ازموینو ښودلې چې د "لیناکاپاویر" درمل د اچ ای وي په مخنیوي کې ۱۰۰ سلنه اغیزمن دي او د کاله دوه ځله د ستنې له لارې زرق کیږي.
لومړنیو ازموینو ښودلې چې د "لیناکاپاویر" درمل د اچ ای وي په مخنیوي کې ۱۰۰ سلنه اغیزمن دي او د کاله دوه ځله د ستنې له لارې زرق کیږي.

روغتیايي څېړونکو د سه شنبې په ورځ جولای ۲۳ (زمري ۲) د یوې تازه څېړنې له مخې وویل، د ایچ‌ ای‌ وي یو ډول نوی د واکسین په څېر درمل به، چې دا وخت د ناروغ په سر د کاله ۴۰ زره ډالر تمامیږي، یوازې ۴۰ ډالر قیمت ولري.

د "لیناکاپاویر" په نوم د انسان د معافیتي سیستم د لمنځه وړونکې ناروغۍ دا درمل د امریکا د درملو ستر شرکت ګیل‌ید جوړ کړي او د اچ ای وي ایډز د وژونکې ناروغۍ پروړاندې د مبارزې لپاره برخلیک جوړوونکي بلل شوي دي.

لومړنیو ازموینو ښودلې چې دا درمل د اچ ای وي په مخنیوي کې ۱۰۰ سلنه اغیزمن دي او د کاله دوه ځله د ستنې له لارې زرق کیږي. د دې درمل اوسنۍ بڼه ګولۍ دي چې ناروغ یې باید هره ورځ وخوري.

د بریتانیې د لیورپول پوهنتون څیړونکي انډریو هیل وویل: "دا درمل په اصل کې د واکسین کولو په څیر دي."

په دې درملو د ناروغ درملنه اوس مهال د متحده ایالاتو، فرانسې، ناروې او استرالیا په ګډون په یو شمیر هیوادونو کې د ناروغ په سر په کال کې د ۴۰ زرو ډالرو څخه ډیر لګښت لري.

انډریو هیل د سه شنبې په ورځ دا څېړنه په میونخ کې د ایډز نړیوال کنفرانس ته وړاندې کړه. د څېړنې له مخې، که ګیل‌ید د "لیناکاپاویر" د ارزانه بڼې تولید ته اجازه ورکړي نو ددې درملو په قیمت کې به د پام وړ ټیټوالی راشي.

ددې څېړنې له مخې چې تراوسه یې بیاکتنه نده شوې، دا درمل به په کال کې یوازې ۴۰ ډالر لګښت ولري، او په بازار کې ددې درملو له اوسنۍ بڼې به ۱۰۰۰ ځله ارزانه وي.

دا بیه د ۱۰ میلیون ناروغانو لپاره د تولید د حجم پراساس ټاکل شوې ده.

هیل وویل که چیرې دا درمل نارینه همجنسبازانو، جنسي کارګرانو، بندیانو او د افریقا په لویه وچه کې ځوانو نجونو ته، چې په اچ ای وي د اخته کېدو خطر پکې لوړ دی، ورکړل شي نو ددې وژونکې ناروغۍ "په بشپړه توګه مخنیوی کیږي." هغه ټینګار وکړ: "موږ واقعیا کولی شو چې دا ناروغي کنټرول کړو."

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، تیر کال ۱.۳ میلیونه نور انسانان په اچ ای وي اخته شوي او په مجموعي ډول ۳۹ میلیونه کسان په دې ویروس اخته دي.

'د نړۍ د ژغورلو فرصت'

د قیمت د اټکل کولو لپاره، څیړونکو د درملو د خامو موادو لیږد مطالعه کړی، او په چین او هند کې یې د درملو له سترو تولیدوونکو شرکتونو سره خبرې کړي چې له وړاندې یې ددې درملو ابتدايي بڼې تیارې کړي دي.

هیل زياته کړه، د څېړونکو نړيواله ډله په تېر کې هم د ورته اټکلونو په اړه سمه ثابته شوې ده.

یوه لسیزه دمخه، د څېړونکو دې ډلې ویلي وو چې د ګیل‌ید د ژیړي (هیپاټایټس سي) درملو لګښت چې هغه مهال د یو ناروغ په سر ۸۴ زره ډالر وو، کیدای شي ۱۰۰ ډالرو ته راټیټ شي.

هیل وویل: "اوس د هپاتیت سی درملنه یوازې له ۴۰ ډالرو څخه کم لګښت لري."

دا نوې څیړنه یوه ورځ وروسته له هغې اعلان شوه چې د ملګرو ملتونو د ایډز سره د مبارزې د ادارې رئیسې ویني بیانیما په ګیل‌ید شرکت غږ وکړ چې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې د لیناکاپاویر درملو د ارزانه بڼې جوړولو ته اجازه ورکړي ترڅو دا درمل په بې وزلو هېوادونو کې ناروغانو ته ورسیږي.

هغې فرانس پرس ته وویل: "ګیل‌ید د نړۍ د ژغورلو فرصت لري."

ګیل‌ید شرکت دمخه ویلي وو چې د اچ ای وي درملو د ارزانه بڼې د جوړولو په اړه له حکومتونو او سازمانونو سره په خبرو بوخت دی خو دا یې ندي ویلي چې په پرمختلونکو هیوادونو کې به یې قیمت څومره وي او کوم هېوادونه به ورته لاسرسی ومومي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG