د لاس رسي وړ اتصالات

د نارینو ترمنځ او نرښځيانو سره جنسي اړیکو ایډز ډېر کړی- ملګري ملتونه


په هغه رپوټ کې چې په مکسیکو کې د ایډز د نړیوال کنفرانس په پای کې خپور شو راغلي دي چې د ایډز HIV/AIDS پر وړاندې د مبارزې پرمختگونه ورو شوي دي.

د ایډز پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملگرو ملتونو د پروگرام سرپرسته گونیلا کارلسن، وایي دغه رپوټ د لومړي ځل لپاره ښیي چې تن خرڅونکي، په مخدره توکیو روږدي، د نارینو ترمنځ او د نرښځیانو او بندیانو سره جنسي اړیکو د ایډز نوې پیښې ٥۴ فیصده زیاتې کړي دي.

د ایډز سره د مقابلې لپاره د ملگرو ملتونو پروگرام (UNAIDS) ددغه خبرداري ترڅنگ ویلي دي چې ددې ویروس د منبع د وچیدو لپاره د هیوادونو سیاسي لیوالتیا ته اړتیا ده.

ددغه پروگرام د معلوماتو پر بنسټ په ٢٠١٨ میلادي کال کې د HIV ۱.۷ میلیون نوې پیښې ثبت شوي دي او ٧٧٠ زره کسان د ایډز اړوند ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

میرمن کارلسن وویل چې د HIV نوې پیښې د ٢٠١٠ کال راهیسې په ختیځه اروپا او منځنۍ اسیا کې په سلو کې ٢٩ زیاتې شوې دي. پداسې حال کې چې پدغه موده کې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې دغه پیښې ١٠ فیصده زیاتې شوي دي.

د ملگرو ملتونو د معلوماتو له مخې د ایډز پر وړاندې د مبارزې لپاره د اړتیا وړ منابع شاوخوا یو میلیارد ډالر کم شوي دي. دغه اداره اټکل کوي چې تر ٢٠٢٠ کال پورې به د HIV/AIDS سره د مبارزې لپاره ۲۶.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا وي، خو گمان کیږي چې دغه پروگرام به یواځې ۱۹.۲میلیارد ډالر ترلاسه کړي.

دغه اداره وايي د پرمختیاو سره سره په لویدیځه اروپا او شمالي امریکا کې د ایډز له وجې د مړینو کچه لوړه پاتې ده چې د اندیښنې وړ ده.

XS
SM
MD
LG