د متحدو ایالتونو د کالیفورنیا ایالت په لاس انجلس کې په پراخه اورلګېدنه کې د مړو شمېر ۱۰ ته رسېدلی او په سیمه کې د نظم ساتلو لپاره ددغه ایالت د ملي ګارډ ځواکونه ګومارل شوي دي.
دا د تاریخ ترټولو زیات زیان اړوونکی اور ګڼل شوی چې د امریکا دوهم ترټولو ستر ښار کې یې پراخه ویجاړتیا رامنځته کړې او د اور وژنې ادارې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره ودانۍ لولپه شوي او په سلګونو زره خلک د سیمې پرېښودو ته اړ شوي دي.
د اطفايي زرګونه کارکوونکي د هلیکوپترو په مرسته د لاس انجلس په دریو بېلا بېلو ځنګلي سیمو کې د اور په وژلو بوخت دي.
د امریکا د دفاع وزارت وړاندې اعلان کړی و چې د سمندري ځواکونو هلېکوپترې چې د اوبو د لیږدولو توان لري، د اور وژنې لپاره کالیفورنیا ته استوي.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه اور له کبله د فدرال اضطراري حالت اعلان کړی او ژمنه یې کړې چې د اور وژلو لپاره به د فدرال هر ډول مرستې چمتو کړي.
د ښار په ځینو برخو کې د لوټ او تالان پېښېدو د راپورونو له خپرېدو وروسته، ښاروالۍ د شپې مهال په ګرځېدو بندیز اعلان کړی او د کالیفورنیا د ملي ګارډ ځواکونو ته امر شوی چې په واټونو کې امنیت ونیسي.
د کالیفورنیا والي ګوین نیوسم وویل ملي ګارډ د ایالت د هغه پرسونل برخه ده چې د زرګونو په تعداد کې د اورلګېدو له کبله په خپل شويو سیمو کې ګومارل شوي دي.
هغه وویل: "موږ د خپل توان سره سم هر څه کوو. د ملي ګارډ کارکوونکي هم ګومارل شوي ترڅو په راتلونکو ورځو کې ټولنه وژغوري."
نیوسم زیاته کړه: "هغو کسانو ته چې په تخلیه شویو سیمو کې له فرصت څخه ناوړه استفاده کوي، باید واضح کړم چې لوټ او تالان نه زغمل کیږي."
د لاس انجلس د پولیسو مشر رابرټ لونا وویل چې پولیس په تخلیه شویو سیمو کې ګزمې کوي او له قانون څخه سرغړونکي کسان نیسي.
د کالیفورنیا د اطفائیې ایالتي ادارې ویلي چې په دغه اور کې تر دې دمه لږ تر لږه ۱۴ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.
په خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې کورونه او موټرونه په اور کې لولپه شوي. هغوی چې له اور څخه تښتېدلي خپل موټرونه یې هم پرېښي دي.
د فلمي ستورو سوځېدلي کورونه
په لاس انجلس کې په اور کې په لولپه شویو سیمو کې د پالیسېډز او مالیبو سیمې هم شاملې دي. دا سیمه د نړۍ د ترټولو قیمتي کورونو په لرلو مشهوره ده چیرې چې د پاریس هیلټن او انتوني هاپکینز په څېر مشهور فلمي ستوري اوسیږي.
له هلیکوپتر څخه په اخیستل شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې په دغه ساحلي سیمه کې د ډیرو فلمي ستورو د میلیونونو ډالرو کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
دا په تاریخ کې ترټولو زیات مالي زیان اړونکی اور ګڼل شوی او اوښتي ملي زیانونه له ۱۳۵ څخه تر ۱۵۰ میلیارد ډالرو اټکل شوي دي.
په سیمه کې په سلګونو زره خلکو باندې برېښنا پرې شوې او ښوونځي تړل شوي دي. د موسم پېژندنې ادارو د اټکلونو له مخې خبرداری ورکړی چې د سخت باد له کبله د جمعې په ورځ اور ښايي نورو سیمو ته وغځېږي.
ځنګلي اورونه که څه هم په طبیعي ډول پیښیږي، خو ساینس پوهان وايي چې د انسان په لاس د اقلیم بدلون د اورونو رامنځته کېدو امکانات زیات کړي دي.
په جنوبي کالیفورنیا کې په تیر یو کال کې ډیر لږ باران شوی او د موسم څارونکي وچکالي د پراخو اورونو عمده لامل بولي.
ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیټډ پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي دي.