د لاس رسي وړ اتصالات

په کالیفورنیا کې بې ساری لګیدلی اور مخ په پراخیدو دی


په کالیفورنیا بې ساری لګیدلی ستر اور د چهار شنبې په ورځ هم مخ په پراخیدو و او څه باندې زر ودانۍ چې کابو نیمایی یې کورونه دي ویجاړ کړی دي.

دا خطرناکه اور د ۱۰۰ سترو اورلګیدنو له ډلې دی چې په پنځلسو ایالتونو کې پیل شوی دی، په خاص ډول د امریکا په لودیځ کې چیرې چې د تاریخي وچکالیو له امله ځمکې وچې شوي او د اور لپاره چمتو دي.

د کالیفورنیا چارواکو د ( اګست ۱۱ ) زمري شلمه، په داسې حال کې چې د خلکو د اوسیدو سیمې تر تهدید لاندې دي د ډیکسي اور څخه متضررې سیمې وکتلې.

د اور وژنې مسولین وايي د سه شنبې په ورځ د کالیفورنیا په شمال او ختیځ کې اورونه وروسته له هغه نور هم پراخ شول چې بادونه زور واخیست.

د نیوادا ایالت په شمالي سیرا سیمه کې وچو ونو، وښو اور اخیستی او د ۵۵۰ کورونو په ګډون حد اقل ۱۰۴۵ ودانۍ سوځولي دي.

د کالیفورنیا د جنګلونو د ساتنې او اور وژنې ادارې د چارواکو په وینا، د ډیسکي اور د جولای په ۱۴ نیټه سهار له یوه سړک څخه پیل شو او ۲۰۲۷ کیلومتره مربع ساحه یې نیولې وه چې دیرش سلنه مړ شو.

ساینسپوهان وایي اقلیمي بدلونونو په تیرو ۳۰ کلونو کې سیمه نوره هم توده او وچه کړې او هوا به نوره هم تودیږي او ناوړه اور لګیدنې به دوام لري.

د امریکا په لودیځ کې اورونه په داسې حال کې پیل شوي چې د اروپا یو شمیر برخې هم د وچکالۍ له امله په پراخ ډول سوځي.

XS
SM
MD
LG