د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د پنجشنبې په ورځ ډسمبر پنځمه (لیندۍ۱۵) وویل چې هیله لري لویدیځ هېوادونه په اوکراین کې د غږ تر سرعت د چټک میزایل کارول جدي ګڼلي وي او خبرداری یې ورکړ چې روسیه چمتو ده په «هرې وسیلې چې وي» د خپل ځان دفاع وکړي.
لاوروف د امریکا د رسنیو د یوې پېژندل شوې څېرې، تکر کارلسن سره په مرکې کې وویل چې متحده ایالتونه او متحدین یې «باید پوه شي، چې موږ چمتو یو له هرې وسیلې څخه کار واخلو او هغوی ته اجازه ورنه کړو، چې په هغه څه کې چې دوی یې د روسیې ستراتېژیکه ماتې ګڼي، بریالي» شي.
روسیې دوې اونۍ مخکې د اوکراین د دنیپور ښار د «اوریشنیک» په توغندي چې، د غږ تر سرعت هم چټک بلل کېږي، ووېشت.
له دغه برید څخه وروسته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړ، چې د روسیې په خاورې باندې د اوکراین د بریدونو په ځواب کې به له دغو توغندیو څخه کار واخلي.
لاوروف وویل چې روسیې دوې اونۍ مخکې د «اوریشینک» میزایل په کارولو سره لویدیځ ته پیغام ورکړ او هیله یې وښوده چې لویدیځ دا پيغام «جدي» ګڼلی وي.
نوموړي وویل چې هېواد یې د وضعیت د خرابېدو پلوی نه دی او غواړي له واشنګټن او متحدینو سره یې د هر ډول «ناسم پوهاوي» مخه ونیسي، خو خبرداری یې ورکړ که لویدیځ د مسکو له دغه اقدام څخه کوم واضح پیغام ترلاسه کړی نه وي، روسیه به نور اضافي پیغامونه هم واستوي.
پوتین ادعا کړې ده چې د «اوریشینګ» میزایل د غږ تر سرعت لس برابره چټک دی او د دافع هوا سیستمونه یې مخه نه شي نیولای.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي دا د «روسیې د لیونتوب تازه برید» ګڼلی او د مسکو د ګواښونو په وړاندې یې د دافع هوا د قوي سیستمونو غوښتنه کړې.