جنوبي وزيرستان کې د پوځيانو د تګ راتګ پر وخت ګرځبنديز لګول شوی

عکس: ارشیف - یو پاکستانی پوځي د جنوبي وزیرستان په انګږراډه سیمه کې امنیت څاري

د پاکستان د جنوبي وزيرستان انتظاميې اعلان کړی دی چې د نومبر پر ۲۳ (ليندۍ ۳) به د دغې قبايلي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د پوځيانو د تګ راتګ پر مهال ګرځبنديز نافذ وي.

د نومبر پر ۲۲ (ليندۍ ۲) په خپرو شويو دوو جلا جلا اعلاميو کې ويل شوي دي چې د بر جنوبي وزيرستان په لدا سيمه کې به د نومبر پر ۲۳ د سهار له شپږو بيا د شپې تر اتو بجو او همدا ډول به د کوز جنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کې د سهار له شپږو بيا د ماسپښين تر دوو بجو ګرځبنديز وي.

ځايي چارواکو ولس ته ويلي دي چې پر دې مهال دې بازارونه وتړي او له سفر کولو دې ډډه وکړي.

دا ګرځبنديز وروسته له هغې لګول شوی چې په دې وروستيو کې د خيبر پښتونخوا په قبايلي او جنوبي سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز د نومبر پر ۲۱ (ليندۍ ۱) په راپور کې ويلي دي چې په دغه هېواد کې د نومبر په لومړيو ۲۰ ورځو کې په وسله والو بريدونو او نښتو کې ۵۵ امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

بلخوا د پاکستان پوځ ادعا کړې ده چې د نومبر پر ۲۲ (ليندۍ ۲) يې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملياتو کې د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې درې وسله وال او د بلوچستان په اواران، ډېره بګټي او کېچ ولسواليو کې څلور وسله وال وژلي دي. تر اوسه وسله والو ډلو د دې پېښو په غبرګون کې څه نه دي ويلي او نه هم خپلواکه سرچينو د دې پېښو تائيد کړی دی.

په پنجاب کې پر هر ډول غونډو بنديز لګول شوی

تر اسلام اباد وروسته د پاکستان په پنجاب کې هم پر هر ډول غونډو بنديز لګول شوی دی.

د پاکستان د پنجاب چارواکو په دغه ايالت کې د "امنيت ټينګولو" او د ولس د "ځان او مال خوندي کولو" لپاره د پاکستان د جنايي قانون ۱۴۴ ماده عملي کړې چې له مخې یې د پنځو یا تر پنځو د زیاتو کسانو پر غونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ بنديز لګیدلی دی.

دا بندیز، چې د نومبر له ۲۳ (ليندۍ ۳) څخه تر ۲۵ (ليندۍ ۵) پورې پلي کیږي، وروسته له هغې لګول شوی چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) ګوند د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د خوشې کولو لپاره د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) په پلازمېنه اسلام اباد کې د احتجاج کولو اعلان کړی دی.

دا احتجاج د عمران خان پر غوښتنه کېږي چې د پاکستان مرکزي او د پنجاب ايالتي حکومتونو يې د مخنيوي لپاره يو لړ اقدامات کړي او د پوليسو تر څنګ يې زرګونه نيمه پوځي سرتېري هم ګمارلي دي.

د اسلام اباد انتظاميې لا وار د مخه د نومبر له ۱۸ (لړم ۲۸) څخه د دوو مياشتو لپاره په پلازمېنه کې پر هر ډول غونډو د بنديز اعلان کړی وو.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د اطلاعلاتو وزير عطاالله تارړ ويلي دي چې په اسلام اباد کې که هر چا د احتجاج هڅه وکړه نو و به نیول شي.

بلخوا عمران خان د نومبر پر ۲۱ (ليندۍ ۱) د راولپينډۍ په اډياله زندان کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال هوډ څرګند چې د هغه د ګوند پلويان به په هر حال کې د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴) احتجاجونه کوي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت د اسلام اباد د عالي محکمې پر امر سربېره هغه خوشې نه کړ او د احتجاج ځنډولو "طلايي فرصت" يې له لاسه ورکړ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا زنداني دی.

وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې چې په ځينو کې يې محکمو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان د هغه پرضد جوړې شوې ټولې قضيې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.