د ثواب لپاره له لوږې د ځان وژنې امر کوونکی مذهبي مشر محاکمه شو

پر پاول مکینزي نیتینګ باندې له دې کبله د ترهګرۍ تور لګېدلی چې له خپلو پیروانو یې غوښتي چې خدای ته د رسېدو دپاره ځانونه له لوږې ووژني.

په کینیا کې یو مذهبي مشر چې خپلو پیروانو ته یې ویلي وو له لوږې په ځان وژنه کې ثواب دی، له ۱۰۰ زیاتو کسانو د مړینې په تړاو د جمعې په ورځ مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) محکمې ته حاضر کړل شو.

پر پاول مکینزي نیتینګ باندې له دې کبله د ترهګرۍ تور لګېدلی چې له خپلو پیروانو یې غوښتي چې خدای ته د رسېدو دپاره ځانونه له لوږې ووژني.

د کینیا پولیسو تېره میاشت وویل چې په ډله ایزو قبرونو کې یې د ۱۰۹ کسانو جسدونه وروسته له هغه وموندل چې ددغې قضیې په اړه ورته خبر ورکړل شو.

پولیس وايي ددغه خبر له تر لاسه کولو وروسته یې د مالنډي ساحلي ښارګوټي ته نږدې د شاکاهولا په ځنګله کې لټون پیل کړ او وېره ښودل شوې چې د قربانیانو شمېر به له دې ډېر زیات وي.

فرانس پرس خبر ورکړی چې له ډله ایزو قبرونو څخه په موندل شویو جسدونو کې ماشومان هم شامل دي چې د څارنوالۍ د راپور په اساس، ځینې یې د وهلو ټکولو او زندۍ کولو په نتیجه کې مړه شوي دي.

راپور وايي، نیتینګ پخوا ټکسي چلوله او وروسته یې پر ځان د مذهبي مشر نوم کېښود.

پولیسو وړاندې ویلي چې د نوموړي په مشرۍ د "ګوډ نیوز نړیوالې کلیسا" ځینې پیروان په لوږه کې ممکن د شاکاهولا ځنګله په ونو او بوټو کې پټ وي او که ژر تر ژره ونه موندل شي د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

په دې تړاو د ایزکیل اوډیرو په نوم د کینیا یو بل مشهور مذهبي مشر هم تېره اونۍ ونیول شو.

ددې خبر له خپرېدو وروسته د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د "نه منلو وړ" داسې مذهبي خوځښتونو او دودونو د مخنیوي ژمنه کړې چې د نوموړي په خبره د جرمونو سبب کیږي.