د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د ثواب دپاره له لوږې د ځان وژنې امر کوونکی مذهبي مشر ونیول شو


د "نوي ژوند دعا" کلیسا مشر ایزکیل اوډیرو د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.
د "نوي ژوند دعا" کلیسا مشر ایزکیل اوډیرو د پنجشنبې په ورځ ونیول شو.

په کینیا کې یو لوړ پوړی مذهبي مشر خپلو پیروانو ته د ثواب دپاره له لوږې د ځان وژنې د امر کولو په تړاو نیول شوی دی.

د "نوي ژوند دعا" کلیسا مشر ایزکیل اوډیرو، د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اوومه) د مالینډي په ساحلي ښارګوټي کې ونیول شو چیرې چې پولیسو تر اوسه د ۱۰۹ داسې کسانو مړي موندلي چې له لوږې مړه شوي دي.

د مالینډي سیمې په یوه ځنګله کې په موندل شویو جسدونو کې ماشومان هم شامل دي.

پر نیول شوي مذهبي مشر ایزکیل اوډیرو باندې د وژنو، له ځان وژنې سره د مرستې، اختطاف، افراطیت، د بشریت ضد جرمونو، پر ماشومانو د ظلم او درغلۍ تور لګول شوی دی.

په موندل شویو ۱۰۹ جسدونو کې ماشومان هم شامل دي.
په موندل شویو ۱۰۹ جسدونو کې ماشومان هم شامل دي.

په عین وخت کې، د کینیا څارنوالان وايي ددغه هېواد د یو بل مذهبي مشر په اړه هم پلټنې کوي چې خپلو پیروانو ته یې ویلي خدای ته د رسېدو دپاره له لوږې ځانونه ووژني.

داسې انګیرل کیږي چې د مذهبي مشر پاول مکینزي نیتینګ په مشرۍ د "ګوډ نیوز نړیوالې کلیسا" ځینې پیروان په لوږه کې ممکن د شاکاهولا ځنګله په ونو او بوټو کې پټ وي او که ژر تر ژره ونه موندل شي د مرګ له خطر سره مخامخ دي.

ددې خبر له خپرېدو وروسته د کینیا ولسمشر ویلیم روټو د "نه منلو وړ" مذهبي خوځښتونو د مخنیوي ژمنه وکړه.

د کینیا د کورنیو چارو وزیر، کیتوري کینډیکي، خبرداری ورکړ چې د داسې مذهبي مشرانو په وړاندې به اقدام کوي چې مذهب د "عجیبو او نه منلو وړ ایډیالوژیو د پرمخ وړلو لپاره کاروي."

د کینیا د کورنیو چارو وزیر دا ډول مذهبي مشران له ترهګرو سره پرتله کړل.

XS
SM
MD
LG