کرزی: امریکا دې له افغانستان نه ووځي

حامد کرزي د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو پر وړاندې مخالفت وښود

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي د امریکا د ولسمشر ډانلد ټرمپ د تیرې ورځې څرګندونې غندي او وايي، چې دا ډول څرګندونې افغان ولس ته سپکاوی دی.

پخواني ولسمشر د امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په ځانګړې مرکه کې دا هم ویلي، چې داسې څرګندونې د یوه ستراتيژیک ملګري هیواد له خوا نه ښايي، پخواني ولسمشر د ارګ غبرګون هم پڅ یاد کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي چې امریکا دې نور له افغانستان نه ووځي، حال دا چې ښاغلي کرزي د شاوخوا ۱۵ کلنې واکمنۍ پر مهال په زغرده داسې څرګندونې نه وې کړې، خو هغه وخت یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوال ځواکونو بمبارۍ او عملیات وغندل چې ملکي تلفات زیات شول او د بشري حقونو نړیوالو ډلو په افغانستان کې د ملکي وګړو په پرلپسې وژنو اندیښنې وښودې.

له بلې خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا سره د امنیتي ستراتیژیک تړون پر مسودې کار کړی و، خو هغه وخت یې ددغه تړون د لاس لیک نه ډډه وکړه چې د واکمنۍ لږه موده یې پاتې وه او مشورتي لویه جرگه یې وغوښتله.

دغه تړون مسوده د ملي وحدت د حکومت له رامنځ ته کیدو وروسته بشپړه او د حکومت د ملي امنیت شورا پخواني مشر حنیف اتمر او په کابل کې د امریکا پخواني سفیر جیمز کننګهم په داسې حال کې لاس لیک کړ چې د ملي وحدت حکومت مشران حاضر وو.

له بلې خوا د ښاغلي کرزي د انتقادي نظر برعکس د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر ټرمپ او د پاکستان صدراعظم عمران خان د دوشنبې د ورځې د څرګندونو مثبت اړخ ته اشاره کړې او په ټویټر یې لیکلي دي:

"د متحده ایالاتو ولسمشر نړۍ ته بیا ټينګار وکړ چې په افغانستان کې د جګړې لپاره معقوله پوځي حل لاره شتون نه لري او سوله باید د یوه سیاسي جوړ جاړي له لارې ترلاسه شي.

له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

Your browser doesn’t support HTML5

کرزی: امریکا دې له افغانستان نه ووځي