د امریکا عدلیې وزارت پر ټرمپ د ایران لخوا د ترور د ناکامه توطیې جزییات افشا کړل

عکس- ارشیف

د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ، نومبر اتمه (لړم ۱۸مه)، په متحده ایالاتو کې د ټاکنو وروسته هغه جزییات خپاره کړل چې په کې د ایران لخوا د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترور د یوه پلان د ناکامولو په اړه معلومات شامل دي.

د نیویارک ښار د منهتن په فدرالي محکمه کې د درج شوي ادعا له مخې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یو نامعلوم چارواکي په سپتمبر میاشت کې د هغه هېواد یو حکومتي استازي ته لارښوونه کړې وه چې د ډونالډ ټرمپ د څار او ترور لپاره پلان جوړ کړي.

د امریکا لوی څارنوال مریک ګارلند، وویل، چې د امریکا ملي امنیت ته تر ټولو جدي ګواښ د ایران له خوا متوجه دی.

د نوموړي په وینا، د امریکا د عدلیې وزارت د ایران د حکومت یو عامل، چې د مجرمانو یوه شبکه رهبري کوله، تورن کړی چې د تهران له خوا د ترور د توطیو د ترسره کولو لپاره یې چې په کې ډونالډ ټرمپ هم د هدف په توګه ټاکل شوی و، کار کاوه.

د امریکا د لوی څارنوال زیاته کړه چې دوه نور کسان، چې په دې شبکه کې د یوې امریکايي خبریالې د وژلو لپاره ګمارل شوي و، هم نیول شوي دي.

د امریکا عدلیې وزارت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې ۵۱ کلن فرهاد شاکري، چې په ایران کې اوسېږي، ۴۹ کلن کارلیسلي ریورا او ۳۶ کلن جاناتن لودهلت، چې دواړه په نیویارک کې مېشت وو، د یوه ایرانی الاصله امریکايي وګړي د وژنې په توطیه کې تورن شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې دوه کسان چې په نیویارک کې اوسېدل، د پنجشنبې په ورځ نیول شوي دي او فرهاد شاکري آزاد دی او تر ډېر بریده په ایران کې دی.

د امریکا لوی څارنوال زیاته کړه، چې امریکا به د ایران لخوا د ددې هېواد ملي امنیت او امریکايي وګړو د ګواښلو هڅې ونه زغمي.

د امریکا د عدلیې وزارت، د فدرالي تحقیقاتو د ادارې (ایف بي آی) د مشر کریستوفر ری په حواله ویلي، چې د جمعې په ورځ لګول شوي تورونه د ایران د حکومت لخوا پر امریکايي وګړو، په ځانګړي ډول د ډونالډ ټرمپ او نورو امریکايي مشرانو په ګډون، د ایران د رژیم پر مخالفینو د پرله‌پسې بریدونو هڅې څرګندوي.

نوموړي په وینا، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواک، چې یو بهرنی ترهګریز سازمان ګڼل کېږي، د مجرمینو او قاتلانو په همکارۍ د امریکايي وګړو پر وړاندې د بریدونو د پلان جوړولو‌ په حال دی، چې دا به هیڅکله ونه زغمل شي.

په ورته وخت کې، کریستوفر ری وویل چې د ایف‌بي‌آی د هڅو له امله دغه وژونکي پلانونه شنډ شوي دي. نوموړی زیاته کړه چې ایف‌بي‌آی ژمنه کړې چې د امریکایي وګړو د خوندیتوب لپاره به له ټولو امکاناتو کار واخلي.

د امریکا د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، شاکري د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یو مامور دی چې د ایران په پلازمېنه تهران کې ژوند کوي. نوموړی په ماشومتوب کې متحده ایالاتو ته مهاجر شوی و او شاوخوا په ۲۰۰۸ کال کې، د غلا په تور د ۱۴ کلونو د بند تېرولو وروسته، له امریکا څخه وشړل شو.

د عدلیې وزارت د اعلامیې له مخې، شاکري په امریکا کې د بند پر مهال له مجرمینو سره اړیکې جوړې کړې وې او له دې لارې یې سپاه پاسداران ته د عملیاتو د ملاتړ لپاره کسان برابرول.