په تهران کې د ایټالوۍ ژورنالستې نیول؛ د ایټالیا د بهرنیو چارو وزارت د ایران سفیر احضار کړ

په ایران کې نیول شوې ایټالوۍ خبریاله سیسلیا سالا

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انتونيو تاجاني د پنجشنبې په ورځ جنورۍ دوهمه (مرغومي ١٣) په روم کې د ايران سفير په ايران کې د يوې ايټالوۍ خبريالې د نيولو په خاطر احضار کړ.

د ایران حکومت د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ (مرغومي ۱۰) تائید کړه چې د «اسلامي جمهوریت له قوانینو څخه د سرغړونې» په تور یې ۲۹ کلنه ایټالوۍ خبریاله سیسلیا سالا نیولې ده.

تاجاني په ایکس ټولنیز شبکه په یو پیغام کې لیکلي: "د سیسلیا سالا د نیول کیدو له لومړۍ ورځې راهیسې، د [ایټالیا] حکومت د هغې کور ته د راوستلو لپاره نه ستړي کیدونکي هڅې کوي او موږ غوښتنه کوو چې د هغې ټولو حقونو ته درناوی وشي ... تر خوشې کیدو پورې، سیسلیا او د هغې مور او پلار یوازې نه پریږدو."

سالا د ډسمبر په ۱۲ په خبریالې ویزې سره ایران ته تللی وه او د ډسمبر په ۱۹ ونیول شوه. ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې سالا خپلې کورنۍ ته په تلیفون کې ویلي چې هغه په انفرادي بند کې ساتل کیږي او په یوه خونه کې ویده کیږي چې څراغونه یې هر وخت روښانه نه وي.

په تهران کې د ایټالیا سفیره پاولا امادي له سالا سره په زندان کې لیدلي دي، خو د ایټالوي رسنیو په وینا، د ښځو د حفظ الصحې توکو په شمول یوه بسته چې عمادي د سالا لپاره زندان ته وړې وه، تر اوسه ورته نه ده رسېدلې.

د ايټاليا د بهرنيو چارو وزير انتونيو تاجاني د سالا نیول د "نه منلو وړ" وبلل او زیاته یې کړه چې د تهران له اوین زندان څخه د دغه ځوانې خبریالې د خلاصون هڅې "پیچلې" دي.

سالا څو ورځې وروسته له هغې ونیول شوه چې متحده ایالاتو او ایټالیا دوه ایراني اتباع د هغو وژونکو بریدونو په تړاو ونیول چې د درې امریکايي سرتیرو د وژل کیدو سبب شول.

د سالا د انسټاګرام اکاونټ چې تر ۴۵۰ زره ډېر پلویان لري ښيي چې هغې په وروستیو کلونو کې ایران ته سفر کړی او د "ښځې، ژوند، ازادۍ" د مظاهرو او ټپیانو انځورونه یې شریک کړي دي.

د سياسي چارو کارپوهان په دې باور دي چې د ايران اسلامي جمهوريت بهرني اتباع او دوه ګوني تابعیت لرونکي اتباع په بې اساسه تورونو نیسي او له هغوى څخه د سياسي معاملې د یوې وسيلې په توګه داسې کار اخلي چې ګواکې په عمل کې یې دغه کسان يرغمل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند وویل: "ایران په ناحقه د نورو هېوادونو د اتباعو توقیف ته دوام ورکوي، چې زیاتره یې د سیاسي فشار لپاره د ګټې اخیستنې په توګه کاروي. دا هیڅ توجیه نه لري او باید ژر تر ژره خوشې شي."

د مطبوعاتو د ازادۍ ملاتړو نړیوالو سازمانونو د تهران له اوین زندان څخه د سالا د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه کړې ده.

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې اجرائیوي مشر جوډي ګینزبرګ په یو بیان کې ویلي چې د سالا نیول د ایران د حکومت له خوا پر خپلواکو خبریالانو د سخت فشار نښه ده. هغه وویل: "د سالا نیول د هغو ګواښونو یادونه ده چې هره ورځ په ایران کې خبریالان ورسره مخ دي... آغلې سالا او ټول هغه کسان چې په ناحقه توقیف شوي باید ژر تر ژره خوشې شي."

د بې سرحده خبریالانو سازمان د دغه خبریالې نیول "خپلسري" او په انفرادي خونه کې هغې ساتنه "د اندیښنې وړ" بللي. د دغه سازمان عمومي مشر، تیبو بروتن وویل: "د اوین زندان په ایران کې د آزادو او انتقادي غږونو د ځپلو سمبول دی او د سالا نیول د مطبوعاتو پر ازادۍ ښکاره برید دی."

د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی.