په غزه کې پر یو جومات د اسرائیل په برید کې ۱۹ کسان وژل شوي

تصویر: ارشیف

فلسطیني چارواکي وايي چې د یکشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۵) د غزې په تړانګه کې پر یو جومات د اسرائیل په برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي.

د فلسطیني چارواکو په وینا دا هوايي برید د دیر البلاح ښارګوټي د مرکزي برخې اصلي روغتون ته نږدې پر هغه جومات شوی چې په کې بې‌ځایه شویو کډوالو پناه اخیستې وه.

اسرائیل د شواهدو له وړاندې کولو پرته ویلي چې په دغه برید کې یې د حماس د قوماندې او کنټرول یو مرکز چې د غیرنظامیانو د استوګنځیو په منځ کې جوړ شوی و په نښه کړی دی.

د اسوشیتید پرس یو خبریال په دغه برید کې د وژل شویو کسانو د شمېر معلومولو لپاره د الاقصی د شهیدانو د روغتون سړې خونې ته ورغلی دی. د دغه روغتون معلومات ښيي چې وژل شوي کسان ټول نارینه دي او یو ټپي هم په کې شامل دی.

دا برید په داسې حال کې شوی چې اسرائیل د غزې په شمال او د بیروت په جنوب کې د ایران د متحدو وسله‌والو ډلو پر ضد خپل هوايي بریدونه زیات کړي دي‌.

اسرائیل د تېر کال د اکتوبر په اومه د حماس له برید وروسته له کابو یو کال راهیسې پر غزه بریدونه کوي او په ورته وخت کې یې د لبنان له حزب‌الله سره هم د جنګ نوې جبهه پرانیستې ده.

همداشان اسرائیل ویلي چې د ایران د بالستیک مزایلو د برید ځواب ویلو ته هم چمتووالی نیسي.

په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله په دغه جنګ کې د متحده ایالاتو چې د اسرائيل لوی نظامي او دپلوماتیک ملاتړی دی د ښکېل کېدو خطر زیاتوي.

په سوریه، یمن او عراق کې د ایران له ملاتړ څخه برخمنې وسله‌والې ډلې هم په دې جنګ کې ښکېلې شوي او له لرې واټن څخه پر اسرائیل بریدونه کوي.

د اسرائيل پوځ د غزې په شمال کې پر جبالیا باندې د ځمکې او هوا له لارې د تازه بریدونو د ترسره کولو خبر ورکړی دی. د اسرائيل پوځ له خوا په خپرو شویو انځورنو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د اسرائیلي ټانکونو یو کاروان د دغې سیمې په لور روان دی، چېرته چې د پناه اخیستونکو یو لوی کمپ موقعیت لري.

د اسرائيل پوځ ویلي‌ چې جبالیا یې کلابند کړی دی خو هوايي ځواکونو یې پر سیمه بریدونه پیل کړي دي. اسرائيل له دې وړاندې هم په جبالیا کې څو ځل لوی عملیات ترسره کړي و خو لا هم په کې تندلاري فعاله دي.

اسرائيل د غزې په شمال کې د تخلیې امر کړی دی په داسې حال کې چې د دغې سیمې اوسېدونکي د جنګ په لومړیو کې له سیمې وتلي و.

د اټکلونو له مخې لا هم د غزې تړانګې په دې څنډه کې شاوخوا ۳۰۰زره کسان په سختو شرایطو کې ژوند کوي او د اسرائيل پوځ د هوا له لارې په اچول شویو اعلامیو کې دا سیمې "د خطرناکو جنګي سیمو" په توګه اعلان کړي او ویلي یې دي چې د جنګ یو نوي پړاو ته وردننه شوي دي.

د اسرائیل د پوځ ویاند اویچای ادرايي ویلي چې د غزې په جنوب کې یې د غیرنظامیانو سیمه پراخه کړې ده او له خلکو څخه یې غوښتي دي چې دغې سیمې ته لاړ شي. په دې سیمه کې له وړاندې خیمې لګول شوې دي او اوس هم په کې زرګونو کسانو پناه اخیستې ده.

په عین حال کې د فلسطین اوسېدونکي وايي چې اسرائيل د غزې پر شمال باندې بریدونه کړي دي. د فلسطین د دفاع مدني ډلې ویلي‌ چې په دغه بریدونو کې یو شمېر ودانۍ په نښه شوي دي او دوی د لا زیاتو هوايي بریدونو له امله ونشول کولی چې سیمې ته ځان ورسوي.

په ټولنیزو رسنیو کې زیات شمېر کسانو په دغو بریدونو کې د خپلو خپلوانو د وژل کېدو په تړاو غمرازي څرګنده کړې ده.

عماد الرابید په خپل فیسبوک‌پاڼه کې لیکلي چې په جبالیا کې د هغه پر کور باندې برید کې د مور او پلار په ګډون یې د کورنۍ لسګونه غړي وژل شوي‌ دي.

د سیمې یو شمېر خبریالانو ویلي چې د حسن حمد په نوم د دوی یو همکار هم په برید کې وژل شوی دی. نوموړي د یو ازاد خبریال په توګه کار کوه او ویډیوګانې د الجزیرې او نورو شبکو له لارې خپرېدلې. د غزې په شمال کې د الجزیرې خبریال انس الشریف د حسن حمد د وژل کېدو خبر تائید کړی دی.

د حماس تر کنټرول لاندې د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي چې د وروستیو بریدونو له امله د وژل شویو فلسطینيانو شمېر کابو ۴۲زرو ته پورته شوی دی. د دغو قربانیانو لویه برخه د ښځو او ماشومانو په ګډون غیرنظامیان دي. ملګرو ملتونو د غزې د روغتیا وزارت له خوا وړاندې شوې شمېرې د باور وړ بللې دي.

د حماس ډلې وسله‌والو د تېر عیسوي کال د اکتوبر په اومه د اسرائیل پر جنوب باندې برید وکړ چې له امله یې په غزه کې روانه جکړه پیل شوه. د تائید شویو شمېرو په اساس د حماس په برید کې د یو شمېر یرغمل شویو په ګډون ۱۲۰۵ اسرائیلیان ووژل شول. د حماس ډلې په دغه برید کې ۲۵۰ کسان یرغمل کړل چې شاوخوا ۱۰۰ کسه یې لا هم د دغې ډلې په یرغمل کې دي.