لبنان کې د اسرائیل ځمکني برید ته طالبانو او نورې نړۍ غبرګون ښودلی

د لبنان په سرحد کې اسرائیلي ځواکونه

د اسرائیل پوځ سه شنبې اکتوبر اوله (تلې ۱۰) ‌اعلان وکړ چې په لبنان کې یې ځمکني عملیات پیل کړي او له کبله یې په نړیواله کچه غبرګونونه ښودل شوي دي.

د بریتانیا، جرمني، کاناډا او جاپان په ګډون ګڼو هېوادونو له لبنان څخه د خپلو اتباعو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د لبنان پر خاوره باندې د اسرائیل ځمکنی برید "د بشر ضد عمل" بللی او هغه یې غندلی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي چې "په فلسطین کې د روانې نسل وژنې په دوام، پر لبنان او د سیمې پر نورو هېوادونو د صهیونیستي رژیم د پراخېدونکو بریدونو په وړاندې د نړۍ د هېوادونو جدي اقدام نه کول د توجیه وړ نه بولي او له ټولو سیمه‌ییزو او نړیوالو مسئولو لوریو جدي غوښتنه کوي چې په ګډه د صهیونیستي رژیم د یرغمل مخه ونیول شي او د مشکل د اساسي حل لپاره قاطع تصمیم ونیسي."

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګلانت د سه شنبې په ورځ وویل چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ اسټین ته یې د هغه ځمکنیو عملیاتو په اړه معلومات ورکړي چې په ترڅ کې یې د اسرائیل پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب الله مرکزونه په نښه کړي دي.

د دفاع وزارت په بیان کې ویل شوي: "وزیر د هغو هدفي بریدونو په اړه خبرې کړي چې د اسرائیل پوځ بیګا شپه د لبنان په جنوبي سرحدي سیمه کې د حزب الله د هدفونو په خلاف پیل کړي دي."

روسیې د سه شنبې په ورځ له اسرائیل وغوښتل چې "سمدستي" خپل ځواکونه له جنوبي لبنان څخه وباسي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: "روسیه پر لبنان برید په کلکه غندي او پر اسرائیلي چارواکو غږ کوي چې سمدستي جګړه ودروي، د لبنان له خاورې خپل ځواکونه وباسي او د منځني ختیځ د شخړې د هواري لپاره د سوله ییزو لارو په رښتیني لټون پیل وکړي."

د اسرائیل پوځ ویلي چې په لبنان کې د ځمکنيو عملیاتو له پیل کولو وروسته یې سرتیري په "سخته جګړه" کې ښکېل شوي دي او ورسره دا اندېښنې زیاتې شوي چې روانه شخړه ښايي نوره هم پراخه شوي.

دا مطلب هم ولولئ پر لبنان د اسرائیل له ځمکني برید وروسته 'سخته جګړه' پیل شوې

د اسرائیل پوځ ویلي چې ځواکونو یې د هوايي او توپچي قواوو په ملاتړ، د لبنان په جنوبي سرحدي سیمو کې د حزب الله په مرکزونو باندې "پلي هدفي بریدونه" کړي او په دغه سیمه کې په شاوخوا ۲۰ میشتځایونو کې له خلکو څخه د وتلو غوښتنه شوې ده.

د اسرائیل د پوځ ویاند افیخای ادرعي په ایکس شبکه کې لیکلي: "د اسرائیل پوځ نه غواړي تاسو ته زیان ورسوي. تاسو باید د خپل خوندیتوب لپاره سمدستي خپل کورونه ترک کړئ. هرڅوک چې د حزب الله غړو، تاسیساتو او جنګي تجهیزاتو ته نږدې وي، خپل ژوند په خطر کې اچوي... تاسو باید سمدستي د العوالي سیند شمال لور ته ولاړ شئ."

چین ویلي چې د "لبنان د ځمکنۍ بشپړتیا تر پښو لاندې کولو" مخالف او په سیمه کې د شخړې پراخېدو ته "ډیر اندیښمن" دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل: "چین د لبنان او اسرائیل ترمنځ د اوسني وضعیت په اړه خورا اندیښمن دی او د اړوندو پوځي اقداماتو له امله د سیمه ایز تاوتریخوالي د لا زیاتیدو په اړه ژوره اندیښنه لري."

په بیان کې زیاته شوې: "چين د لبنان له ملي حاکميت، امنيت او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د سرغړونې مخالفت کوي او د هر هغه اقدام په خلاف دی چې شخړه پراخوي او په سیمه کې د ترینګلتیا د زیاتېدو لامل کیږي."

د لبنان د پوځ یوې سرچینې فرانس پرس ته ویلي چې د اسرائیل ځمکنی برید یې نه دی لیدلی. د لبنان د پوځ دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "موږ د لبنان خاورې ته د اسرائیل د دښمن ځواکونو هیڅ ډول ننوتل نه دي لیدلي."

له دې وړاندې د ملګرو ملتونو سوله ساتونکو او په لبنان کې د حزب الله وسله والې ډلې هم د ځمکني یرغل پیل کېدل رد کړي وو.

د حزب الله یو ویاند د الجزیرې تلویزیون ته په یو بیان کې چې وروسته د حزب الله په چینلونو کې هم خپور شو، وویل: "د صهیونیستانو دا ادعاوې چې اشغالګر ځواکونه لبنان ته ننوتلي، دروغ دي... تر اوسه [د حزب الله] د مقاومت د جنګیالیو او [اسرائیل د] اشغالګرو ځواکونو ترمنځ کومه مستقیمه جګړه نه ده شوې."

ددې مطلب ځینې معلومات له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.