اسرائیل د لبنان په جنوب کې د ۲۰ ښارګوټو اوسېدونکو ته د تخلیې امر وکړ

په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیل هوايي برید له امله رامنځته شوې ویجاړۍ.

د اسرائیل پوځ د پنجشنبې په ورځ، د اکتوبر ۳ (تلې ۱۲مه)، د لبنان په جنوب کې د ۲۰ ښارګوټو اوسېدونکو ته امر وکړ، چې ژر تر ژره دي له خپلو سیمو ووځي.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي، ځکه چې ډېر ژر به د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله ډلې د ځپلو لپاره نوې پوځي عملیات پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل له څه باندې یو کال راهیسې له حماس سره په جګړه کې ښکېل دی او د دوو اونیو سختو هوايي بریدونو وروسته یې خپل پوځیان د لبنان جنوب ته لېږلي، چې له امله یې په سیمه کې کړکېچ لاپسې زیات شوی دی.

د اسرائیل پوځ دغه د تخلیې امر په پلازمېنه بیروت کې د یو هوايي برید وروسته صادر شو.

بلخوا د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، پدغه هوایي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي دي.

عیني شاهدانو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې د زورورو چاودنو غږونه یې اورېدلي دي. د یوې امنیتي سرچینې په وینا، دغه هوایي برید د لبنان د پارلمان ودانۍ څو متره لرې د "باچورا" په سیمه کې ترسره شوی دی. دا په پلازمینه بیروت کې د اسرائیل تر ټولو نږدې هوایي برید بلل کېږي.

په لبنان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې همغږي کوونکې، جینین هینس پلاسارټ، د ایکس په ټولینزې شبکې کې په یوه پیغام کې لیکلي: "د خطر له زنګو پرته او د چادونو له غږونو سره په بیروت کې یوه بله له اضطرابه ډکه شپه."

د حزب الله سره تړلې د ملکي دفاع یوې ډلې ویلي چې په دغو هوايي بریدونو کې چې اسرائیل "دقیق برید" بللی دی، د دوو ډاکټرانو په ګډون د دوی اوه کارکوونکي وژل شوي دي.

د اسرائیل پوځ وایي چې د بنت جبیل په ښارګوتې کې یې د ښاروالۍ ودانۍ په نښه کړې، چې په پایله کې یې د حزب الله ۱۵ جنګیالي وژل شوي دي.

همدارنګه، تر ۱۲ زیات اسرائیلي توغندي د ضاحیه په سیمه کې لګېدلي، چیرې چې تېره اوونۍ د حزب الله مشر حسن نصرالله په کې وژل شوی و. خو بلخوا د حزب الله ډلې ویلي چې په سرحدي سیمه کې یې د اسرائیلي پوځ د پرمختګ مخه نیولې ده.

د چهارشنبې په ورځ، د لبان په جنوب کې د ځمکنۍ جګړې په ترڅ کې اته اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي. په داسې حال کې چې اسرائیل په جنوبي لبنان کې پرمختګ ته دوام ورکوي، د ایران په وړاندې د غچ اخیستنې په اړه هم غور کوي.

امریکا او اسرائیل د ځوابي اقدام ژمنه وکړه

ایران د سه شنبې په ورځ پر اسرائیل د بالستیک توغندیو برید ترسره کړ او ادعا یې وکړه چې دغه برید د حماس او حزب‌الله د مشرانو د وژلو په ځواب کې شوی دی.

ایران ویلي چې برید یې پای ته رسولی او د نورو پاروونکو بریدونو مخه به ونیسي، خو اسرائیل او متحدو ایالتونو ژمنه کړې چې ځواب به ورکړي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (تله۱۱) وویل چې هیواد یې جکړه نه غواړي، خو که اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه وکړل، تهران به یې "لا سخت ځواب" ووايي.

پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: "اسرائيل چې کوم جنایتونه وکړل، په تاریخ کې هېڅ یو جنایت کار نه دي کړي او موږ اړ شو چې ځواب ووایو. که وغواړي بل ډول چلند وکړي، لا سخت ځواب به ورکړو او دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوري ورته ژمن دی."

د قطر امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د لبنان پر وړاندې د اسرائیل د تېري د مخنیوي لپاره د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په منځني ختیځ کې سوله د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته ناشونې ده. هغه په سیمه کې روان وضعیت "نسل وژنه" بللې ده.

په ورته وخت کې، حوثي یاغیانو او په عراق کې د ایران ملاتړو وسله والو ډلو هم په سیمه کې د حماس په ملاتړ بریدونه کړي دي.

په لبنان کې د تلفاتو او بې ځایه شوي کسانو شمېر

د لبنان د حکومت د شمېرو له مخې، په روان کال کې د حزب الله او اسرائیل ترمنځ په جګړه کې تر ۱۹۰۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۹۰۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

ډېره مرګ ژوبله په تېرو دوو اونیو کې د اسرائیل او د لبنان د حزب الله ډلې د بریدونو له امله رامنځته شوې ده. د لبنان موقت صدراعظم، نجیب میقاتي، وایي چې د اسرائیل د دغو بریدونو له امله شاوخوا ۱.۲ میلیونه لبنانیان بې ځایه شوي دي.