اسرائیل وایي په لبنان کې یې د حزب الله یو جګپوړی غړی نیولی

یو تن د لبنان په شمال کې هغې سیمې ته اشاره کوي چې وسله والو کسانو ترې د کښتۍ یو چلونکی تښتولی.

د اسرائیل اردو شنبه نومبر دویمه ( لړم ۱۲) ویلي چې بحري ځواکونو د لبنان په شمال کې د حزب الله وسله والې ډلې یو جګپوړی قوماندان نیولی دی.

سره لدې چې د اسرائیل پوځ د نیول شوي قوماندان نوم ندی په ډاګه کړی خو یوازې دومره یې ویلي چې دا قوماندان د اسرائیل خاورې ته لیږدول شوی او پوښتنې ترې کیږي.

د لبنان د پوځ دوو جګپوړو چارواکو هم د اې پي خبري اژانس ته تائید کړې چې د اسرائیل بحري ځواکونه د پایتخت بیروت څخه تقریباً ۳۰ کیلو مټره لیرې شمال لور ته ورغلي و او د لبنان یو تبع یې تښتولی دی.

دې نظامي چارواکو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، ددې شخص په هکله نور معلومات ندي ورکړي او پدې باره کې یې هم څه ندي ویلي چې آیا د حزب الله سره یې اړیکې درلودې که نه.

د لبنان حکومتي چارواکو بیا ویلي چې د یوې پیښې په هکله پلټنې کوي چې معلومه کړي آیا د اسرائیل پوځ د لبنان کوم سمندري کپتان نیولی که نه. د دې هیواد د عامه ګټو او ترانسپورت وزیر علي حامي هم مطبوعاتو سره په خبرو کې پدې هکله پوښتنې ځواب نکړلې چې آیا دا عملیات اسرائیلي کړي .

ها خوا بیا د لبنان د قضایه قوې درې چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا پیښه په سیمه ایز وخت سهار وختي شوې او دا یې هم ویلي چې ښایي د بحري ځواکونو دا کپتان د حزب الله سره اړیکې ولري.

دوي همدرانګه ویلي پدې هکله پلټنې رواني دي چې معلومه شي آیا دې شخص په ریښتیا هم د حزب الله سره اړیکې درلودې او کنه د اسرائیل لپاره یې جاسوسي کوله او له همدې کبله اسرائیلي ځواکونه یې د ژغورنې لپاره ورغلي و.

دا مطلب هم ولولئ د لبنان په ختیځ کې د اسرائیل په هوایي برید کې ۵۲ تنه وژل شوي

په همدې حال کې د حزب الله ډلې په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې نور جزیات ورکړي یوازې دا ویلي چې دا پیښه د اسرائیل "صهیونیستي رژیم تیری" بللی دی خو دا یې ندي ویلی چې آیا نیول شوی کس د دوي غړی دی که نه.

د هغې سیمې اوسیدونکو چې اسرائیلي ځوکونو پکې د حزب الله دا مشکوک غړی نیولی د اې پي خبري اژانس ته ویلي چې وسله والو ځانونه دولتي محافظین معرفي کړي و او په زور یو اپارتمان ته ننوتل.

یو شمیر ویډیوګانې چې لبناني خبریالانو په ټولنیزو شبکو کې خپرې کړي پکې ښودل کیږي چې تقریباً ۲۰ په وسلوسمبال کسان چې معلومه نده څوک به وي، یو تن له کوره باسي، مخ یې په کمیس پټ وي او د ځان سره یې وړي.