د اسرائیل دفاع وزیر، اسرائیل کتز دوشنبه ډسمبر ۲۳ ( مرغومي درییمه) ومنله چې د روان ميلادي کال په نیمایي کې یې د حماس پخوانی مشر، اسماعیل هنیه د ایران په پایتخت تهران کې وژلی.
کتز دا خبرداری هم ورکړی چې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو مشرانو پر ضد به هم عینی عمل وکړي.
د اسرائیل دې جګپوړي نظامي چارواکي ویلي، " حوثیانو ته به سخت ګوزار ورکړو او د رهبرۍ سر به یې پرې کړو – هغه څه مو چې په تهران کې (اسماعیل)هنیه، غزې کې د (یحیی) سنورا او لبنان کې د (حسن) نصرالله سره وکړل، په صنعا او حدیده کې به یې هم وکړو".
د روان ۲۰۲۴ میلادي کال د جولای ۳۱ مې نیټې راهیسې چې په تهران کې د حماس پخوانی سیاسي مشر، اسماعیل هنیه وژل شوی، دا لومړی ځل دی چې د اسرائیل یو جګپوړی چارواکی تائیدوي چې دا کار اسرائیل کړی و.
د اسرائیل دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې د کتز له قوله لیکلي، " هر څوک چې په اسرائیل لاس پورته کړي، لاس به یې پرې شي. د اسرائیل دفاعي ځواکونو اوږد لاس به پرې برید وکړي او مسؤل به یې وبولي".
سره لدې چې ایران او د حماس ډلې د اسماعیل هنیه د وژلو ملامتي په اسرائیل اچولې وه خو تر نن دوشنبې پورې هیڅ اسرائیلي چارواکي په عامه توګه د هنیه په وژلو کې د اسرائیل لاس لرل نه و منلي.
دا مطلب هم ولولئ اسرائیل وايي په غزه کې یې د حماس مشر یحیا سنوار وژلی دیلا معلومه نده چې د اسرائیل دفاع وزیر ولې د هنیه وژل کیدو په هکله خبرې کړي خو د صدراعظم نتنیاهو وروسته چې تیره ورځ یې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو په خلاف د اقدام کولو خبرداری ورکړی و، دا دویم جګپوړی چارواکی دی چې حوثیانو ته خبرداری ورکوي.
په ایران تور دی چې په یمن کې د حوثي شعیه یاغیانو سره نظامي، مالي او نورې مرستې کوي.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو تیره ورځ خبرداری ورکړ چې د متحده ایالاتو په ګډون د خپل متحدینو سره یو ځای به د یمن حوثي یاغیانو پر ضد چې ایران یې تر شا ولاړ دی، پریکنده اقدام وکړي.
د اسرئیل د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې چې د اکس په ټولنیزې شبکې کې خپره شوې، د نتیناهو له قوله لیکلي، "هماغه شان مو چې د ایران رژیم د شرارت محور څانګو پر ضد په قدرت سره عمل وکړ، د حوثیانو سره به عین شان عمل وکړو".
ایران په غزې کې د حماس، په لبنان کې د حزب الله، په یمن کې حوثي شعیه یاغیان او په عراق او سوریې کې شعیه نیابتي ډلې د "مقاومت محور" بولي چې د اسرائیل د صدراعظم په اعلامیې کې ورته د شرارت محور خطاب شوی.
دا مطلب هم ولولئ حزبالله د اسرائیل په برید کې د خپل مشر حسن نصرالله وژل تائید کړدا ډلې نه یوازې د اسرائیل بلکې په منځني ختیځ کې د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو باندې هم وخت ناوخته بریدونه کوي.
اسماعیل هنیه چې په غزې کې د حماس په استازیتوب د اوربند خبرو مشري یې کوله، د راپورونو پر اساس په تهران کې په یو میلمستون کې د بم په چاودنې کې ووژل شو چې اسرائیلي اجنټانو څو اوونۍ وړاندې هلته ځای پر ځای کړی و.
تر وژل کیدو یوه ورځ وړاندې اسماعیل هنیه تهران ته تللی و چې د دې هیواد د جمهور رئيس مسعود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې برخه واخلي.
د هنیه تر وژلو څه باندې دوه میاشتې وروسته، اسرائیلي ځواکونو د سپټمبر په ۲۷ مې په لبنان کې د حزب الله مشر، حسن نصرالله او د اکټوبر په ۱۶ مې یې په غزې کې د هنیه ځای ناستی، یحیی سنوار هم وواژه.