د ایران سلګونه ملاتړي عراقي جنګیالي حکومتي ځواکونو سره د 'مرستې لپاره سوریې ته' اوښتي

په عراق او سوریې کې سرچېنې وايي چې د ایران له ملاتړه برخمن سلګونه وسله وال له عراق څخه سوریې ته اوښتي، چې د یاغیانو په مقابل جګړې کې د سوریې له حکومت سره مرسته وکړي.

یاغیانو څو ورځې مخکې حلب ونیوه او ایران د هغوی په مقابل کې د سوریې د حکومت کلک حمایت اعلان کړ.

دوو عراقي سرچېنو ویلي دي چې د «بدر و نجباء» ډلې ۳۰۰ جنګیالي په شپه کې سوریې ته اوښتي دي، وایي دوی هلته دي چې د شیعه ګانو زیارتونه وساتي.

د سوریې یوې پوځي سرچېنې وویل چې دا جنګیالي په کوچنیو ګروپونو کې سوریې ته اوښتي دي چې هوايي بریدونه پرې ونه شي. دغې سرچېنې وویل: «دوی تازه دم ځواکونه دي چې د جګړې په لومړیو کرښو کې زموږ د مبارزینو سره د مرستې لپاره استول شوي.»

په عراق کې د «ولسي خوځښت ځواکونو» مشر ویلي دي چې د دوی تر څار لاندې یوه ډله هم سوریې ته نه ده تللې او دوی له عراق څخه د باندې عملیات نه کوي.

له ۲۰۱۱ کال راهېسې د ایران له ملاتړه برخمنې ډلې د بشارالاسد د رژیم د ځواکونو د بري تر شا بلل کېږي اوله ډېر وخت راهېسې هلته مرکزونه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې د سوریې پوځ د یاغیانو د مقابلې توان لري، خو هغه د تهران له ملاتړه برخمنو ملېشه ډلو ته په اشارې وویل چې «د مقاومت ډلې به مرسته وکړي او ایران به هره ضروري مرسته برابره» کړي.

په همدې حال کې نن دوشنبه هم د سوریې او روسیې جنګي الوتکو په هغو سیمو باندې بمبارۍ روانې ساتلي، چې یاغیانو نیولي دي. سرچېنې او د ژغورنې ډلې وايي په بمباریو کې د بې ځایه شویو خلکو لپاره یو ځانګړی شوی ځای هم وېشتل شوی دی.

د یاغیانو تازه بریدونه د بشارالاسد حکومت په مقابل کې تر ټولو خطرناک بلل کېږي، په سوریې کې له ۲۰۲۰ راهېسې جګړه نسبتآ کمه شوې وه.

روسیه که څه هم د اوکراین په یرغل کې بوخت ده، د سوریې په شمال کې یې یوه هوایي اډه ساتلې ده.

د حزب الله ډله، چې ایران یې ملاتړی دی، په اسرائیل باندې د حماس د تېر کال له بریدونو وروسته، له اسرائیل سره په جګړې بوخته ده.

سرچېنې وایي چې د یاغیانو تر بریدونو مخکې، متحدو ایالتونو او متحدو عربو اماراتو په دې امکاناتو غږېدلي وو، چې بشارالاسد له ایران څخه راوګرځوي او ورته یې ویلي وو که یې حزب الله ته د وسلو د انتقال لاره بنده کړي، بندیزونه به ترې لېرې شي.

په سوریې کې له ۲۰۱۱ راهېسې د ولسمشر بشارالاسد له خوا د ډیموکراسۍ پلوه مظاهرو د ځپل کېدو راهیسې جګړه روانه ده، چې له کبله یې لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او د سوریې نیمایي نفوس بې ځایه شوی دی. څو ورځې مخکې د حيات التحرير الشام جهادي ډلې او متحدينو یې د سوريې په شمال لوېديځ کې د ترکيې پولې ته څېرمه ناڅاپي بريدونه پيل کړل، او د سوريې د دوهم ترټولو ستر ښار حلب په ګډون یې ډیرې سیمې د حکومت له کنترول څخه رابهر او ونیولې.