په عراق کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي اتمه) یو ایرانی او څلور عراقیان د یو غیر نظامي امریکايي د وژلو په جرم په ټول عمر بند محکوم کړل، واشنګټن د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
دغه امریکايی سټیفن ټرول نومېده او په بغداد کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای اوسېده، چې دغو کسانو د نامعلوم دلیل له کبله د تېرکال د نومبر په اوومه نېټه په ډزو ووېشت او ویې واژه.
د عراق د قضايي قوي یوې سرچېنې د نوم نه خپرولو په شرط فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې د بغداد د کرخ ولسوالۍ محکمې «یو ایرانی او څلور عراقیان په عمر بند محکوم» کړل.
دغه سرچېنې وویل چې محکوم شویو کسانو د سټیفن په وژلو اعتراف کړی و او ویلي وو چې هغوی غوښتل چې دغه امریکايي وتښتوي او د وژلو نیت یې نلره. یوې بلې سرچېنې هم د محکمې دا پرېکړه تائید کړې ده.
متحدو ایالتونو په یوې اعلامیې کې د دې پرېکړې هرکلی کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماتیو میلر په یوې اعلامیې کې ویلي دي: «دا حیاتي مسئله ده چې د ښاغلي ټرول په بې رحمانه او پلان شوي قتل کې دخېل کسان له عدالت سره مخامخ کېږي او حساب او کتاب ورسره کېږي.»
د عراق د کورنیو چارو وزارت یو ویاند تېرکال ویلي وو چې سټیفن د عراق د بغداد کیرادا په سیمې کې د موټر چلولو په مهال وېشتل شوی او وژل شوی و.
سټیفن ټرول له شاوخوا دوو کالونو راهېسې له خپلې مېرمنې او ماشومانو سره یو ځای په عراق کې ژوند کاوه. امریکايي رسنۍ وايي چې هغه د انګلیسي ژبې ښوونکی و.