د محمد مسعود په نوم یو پاکستانی ډاکټر د امریکا د مېنوسوټا په ایالت کې په دې تور نیول شوی او په ۱۸ کالونو بند محکوم شوی چې غوښتل یې سوریې ته ولاړ شي او د داعش له ډلې سره یو ځای شي.
هغه همدغه راز په امریکا کې د بریدونو په اړه هم علاقه ښودلې وه.
دغه ډاکټر ۳۱ کاله عمر لري. څارنوالان وايي چې هغه په ۲۰۲۰ کال کې له امریکا څخه د اردن له لارې سوریې ته د سفر ناکامه هڅه هم کړې وه.
هغه بیا منلې وه چې له میناپولیس څخه لاس انجلس ته ولاړ شي او له هغه کس سره وویني چې فکر یې کاوه د کارګو په کښتۍ کې به یې د داعش تر واکمنۍ لاندې سیمې ته ورسوي.
خو د فدرال تحقیقاتي ادارې پولیسو د ۲۰۲۲ د مارچ په ۱۹ ونیوه. قاضي د جمعې په ورځ د سنټ پاول په ښار کې هغه ته سزا واوروله او ویې ویل چې مسعود د کار په ویزې امریکا ته راغلی و.
مقامات وايي چې ډاکټر مسعود په ۲۰۲۰ کې ځینو هغو کسانو ته، چې ده فکر کاوه د داعش غړي دي، پېسې هم ورکړې وې، خو هغوی مخبران وو. ده په خپلو خبرو کې له داعش سره د یو ځای کېدو ته لیوالتیا ښودلې وه.
د اسنادو په اساس، نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې له یو مخبر سره اړیکه ټېنګه کړې وه او هغه ته یې ویلي وو چې ډاکټر دی او غواړي له داعش سره یو ځای شي او د «زخمي وروڼو» سره مرسته وکړي. ده دا خبره هم کړې وه چې د پاکستان پاسپورټ لري.
داعش څو کاله مخکې په عراق او سوریې کې ځینې سیمې ونیولې او خپل «خلافت یې اعلان» کړ چې بیا د امریکا په مرسته عراقي ځواکونو د هغوی خلاف ړنګ او ډېرې سیمې یې ترې بېرته ونیولې.
فورم \ دبحث خونه