طالبانو او ایراني چارواکو په چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاو په برابرولو خبرې کړي

طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ ویلي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي په مشرۍ په یوه غونډه کې د چابهار بندر او ازادې سیمې په اړه خبرې کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پرله پس ډول د سوداګرۍ د کچې د ټیټیدو وروسته د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو یو ځل بیا د ایراني چارواکو سره د چابهار بندر له لارې د افغان سوداګرو له خوا د کار اخیستلو په برخه کې د اسانتیاو د برابرولو په سر خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر پنځم (تلې ۱۴) د ایکس په پاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوي او د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي په مشرۍ پلاوي په یوه غونډه کې د چابهار بندر او ازادې سیمې په اړه خبرې کړي دي.

دغه وزارت ویلي چې په دې غونډه کې ایران ته د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د یو پلاوي د سفر پرمهال په دې برخه کې د شویو موافقو د عملي کیدو په لارو چارو هم خبرې شوي دي.

دغه وزارت ویلي : "په دې غونډه کې چابهار ته د رقابتي بڼې د ورکولو او د موافقو د عملي کیدو لپاره او د دواړو خواو ترمنځ د لا زیاتو بحثونو ترسره کیدو لپاره د دواړو لوریو د مسولینو یوه تخنیکي کمیټه هم وګمارل شوه".

د طالبانو حکومت د چابهار بندر څخه د افغان سوداګرو د کار اخیستلو لپاره دا خبرې په داسې حال کې کړي، چې د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې د افغان ترانزیټي مالونو د انتقال او هم افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو له امله ددغو دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډیره ټیټه شوې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې د مدیره پلاوي غړي خان جان الکوزي امریکا غږ ته وویل چې اوس مهال د افغانستان او پاکستان تر منځ د ۶۰ څخه تر ۷۰ فیصدو پورې سوداګري او ترانزیټي مالونو انتقال کم شوی دی.

خان جان الکوزی وايي چې له یوې نیمې میاشتې څخه زیاته موده کیږي چې د پاکستان د خبیرپښتونخوا په ایالت کې د سیمه ییزو قومونو له خوا پاکستان حکومت سره د ستونزو له امله د تورخم او پیښور ترمنځ لاره بنده شوې چې له امله یې پاکستان سره د تورخم له لارې سوداګري په ټپه دریدلې ده.

الکوزي امریکا غږ ته وویل ظاهرآ خو دا لار د کوکي خیلو د قوم له خوا پاکستان حکومت سره د ستونزو له امله تړل شوې، خو دې فکر کوي چې ممکن دا به یوازې یوه بهانه وي.

هغه وویل: " لاره کاملا بنده ده زمونږ د میوو وخت دی، زمونږد صادراتو فصل دی، ټولې لارې بندې دي تراوسه پورې غلام خان په هغه ځای کې هم جنګ وو ډزې وې نوې خلاصه شوه، همداسې ډنډې پټان کې، یو څه میوه د کندهار او هلمند د ولایتونو د چمن – سپین بودلک له لارې ځي انګوراډه هم اته میاشتې کیږي بنده ده".

هغه وویل چې پاکستان سره د لارو د بندیدو له امله هم افغان سوداګرو او هم پاکستاني سوداګرو ته په میلیونونو ډالرږ زیان رسیدلی دی.

هغه وویل: "یوازې په دغو شپږو، اوو میاشتو کې د پاکستان سره زمونږ سرحد د لس ځلو څخه ډیر بند شوی دی کله څو ورځې، کله میاشت بند شوی دي دا ځل له میاشت هم زیات شو".

ښاغلي الکوزي وویل چې پاکستان کې افغان سوداګرو ته د نورو پرتو ستونزو سربیره پاکستان حکومت د افغانستان په ۱۲ قلمه مالونو باندې خپله ګمرکي تعرفه ۱۲ فیصده لوړه کړې ده. همداشان هغه وویل چې یې سیمه ییزو حکومتونو هم پر افغان ترانزیټي مالونو سیمه ییز ټکسونه هم لګولي دي.

هغه د مثال په توګه وویل چې د خیبر پښتونخوا ایالت له افغان سوداګرو دوه فیصده سیمه ییز ټکس اخلي.

خان جان الکوزی وايي که حالات همداسې دوام ومومي نو کیدای شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري به په بشپړه توګه بنده شي. پاکستان حکومت وايي چې د افغانستان د ترانزیتي مالونو یوه برخه بیرته پاکستان ته په قاچاقي ډول وړل کیږي چې ددغه هیواد ملي اقتصاد ته د سلګونو میلیونو ډالرو زیان رسوي.

افغان سوداګر د اوږدو لسیزو راهیسې د پاکستان د کراچۍ بندر له لارې چې افغانستان ته د بحر سره ترټولو نږدې لار ده دغه هیواد ته ترانزیټي توکي واردوي. خو په نږدې تیرو دریو لسیزو کې پاکستان حکومت ددغه بندر له لارې افغانستان ته د ترانزیټي مالونو د لیږد په برخه کې په یو اړخیز ډول ځینې محدودیتونه لګولي چې له امله زیات شمیر افغان سوداګر دې ته اړ شوي چې ددغه بندر پرځای د نورو لارو خپل هیواد ته توکي وارد کړي.

افغانستان او پاکستان د ۱۹۶۵ کال د سوداګرۍ او ترانزیټ یو تړون لاسلیک کړی وو چې په ۲۰۱۰ کال کې بیا د اپټا په نوم یو بل تړون لاسلیک کړ چې د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په میاشت کې یې اجرېیوي موده پاتې ته رسیدلې، خو دواړو هیوادونو د موافقې له مخې د نوي تړون ترلاسیکیدو پورې د همدغه تړون پر اساس د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګري روانه ده.