پزشکیان: که اسرائيل برید وکړي، لا سخت ځواب به ورکړو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د چهارشنبې په ورځ اکتوبر دویمه (تله۱۱) وویل چې هیواد یې جکړه نه غواړي، خو که اسرائیل غچ اخیستونکي بریدونه وکړل، تهران به یې «لا سخت ځواب» ووايي.

پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره په ګډ خبري کنفرانس کې وویل: «اسرائيل چې کوم جنایتونه وکړل، په تاریخ کې هېڅ یو جنایت کار نه دي کړي او موږ اړ شو چې ځواب ووایو. که وغواړي بل ډول چلند وکړي، لا سخت ځواب به ورکړو او دا هغه څه دي چې اسلامي جمهوري ورته ژمن دی.»

ایران تېره ورځ په اسرائيل باندې شاوخوا ۲۰۰ میزایل وتوغول، په دوی کې یې ځینې داسې و چې تر غږ یې هم سرعت چټک و.

د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې دا میزایل یې د حماس او حزب الله د ډلې د مشرانو اسماعیل هنیه او حسن نصرالله او د ایران د یو پوځي مشر عباس نیلفروشان د وژنې د غچ اخیستو لپاره توغولي دي.

اسماعیل هنیه په تهران کې په یوې چاودنې کې او حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د اسرائیل په هوايي برید کې ووژل شول.

اسرائيل وایي‌ اکثریت دا میزایلونه یې څارلي او خنثی کړي، خو د اسرائیل طبي مسئولین وایي چې په بریدونو کې دوه تنه سربېرن ژوبل شوي. اسرائيلي مقامات وایي‌ یو میزایل د یو ښوونځي ودانۍ ته زیان رسولی دی.

د اسرائيل پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې د ایران څو میزایل د اسرائیل د هوايي ځواکونو په مرکزونو کې لویدلي خو کوم زیان او تلفات یې نه لرل.

د ایران ولسمشر وویل: «د صهیونیست رژیم ناوړه هدف ناامني او په سیمه کې د کړکیچ زیاتول دي. موږ باید د کړکیچ مخه ونیسو.»

پزشکیان زیاته کړه چې له اروپایي هېوادونو او امریکا څخه غواړي چې اسرائيل ته ووايي «له وژنو لاس واخلي دا سیمه دې په یوې نا امنې سیمې نه بدلوي چې د هېچا او هېڅ دولت په ګټه نه» ده.

په همدې حال کې د قطر امیر خبرداری ورکړ چې په لبنان باندې د اسرائیل برید سیمه د سقوط څنډې ته ټیل وهي.

تمیم بن حمد ال ثاني د غزې په تړانګې باندې هم د اسرائيل بریدونه وغندل او ویې ویل چې قطر د حماس او اسرائيل ترمنځ د اوربند هڅه کوي.

د اسرائیل صدراعظم د سه شنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې ایران په اسرائیل باندې په برید کولو سره «لویه تېروتنه» وکړه او بیه به یې پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سیمې اونړۍ اکثریت هېوادونو له اسرائيل او ایران څخه غوښتي دي‌ چې له زغم څخه کار واخلي.