د ایران د کورنیو چارو وزیر: نور کډوال نه شو منلای

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومنی

د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ویلي دي چې له دغه هېواد څخه د اسنادو د نه لرونکو کډوالو اېستل ورته «لومړیتوب» لري او ایران نور کډوال نه شي منلای.

مومني د سه شنبې په ورځ اکتوبر لومړۍ (تله ۱۰) د ایران د کورنیو چارو وزارت د قومندانانو او مسئولانو په یوې غونډې کې وویل چې د غیر مجاز اتباعو مسئله یوه ملي مسئله ده چې په خبره یې د ایران د خلکو او حکومت د غوښتنې په اساس لومړیتوب ورکول کېږي.

د ایران د دولتي رسنیو د معلوماتو په اساس، په دغه هېواد کې ۹۰ سلنه کډوال، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري، افغانان دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وویل: «هغوی زموږ وروڼه دي او ډېر مشترکات سره لرو، خو ایران تر دې زیات د نورو خلکو د منلو امکان نه لري.» هغه وویل چې د ایران د منابعو او سرچېنو زیاته برخه په خلکو لګول کېږي او له همدې کبله «د مناسب پلان او طرحې په اساس، د غیر مجاز خلکو اېستل او شړل لومړیتوب» دي.

په همدې حال کې د کډوالو نړیوال سازمان ویلي دي ‌چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوال ستنېدل زیات شوي دي، چې د سپتمبر د ۱۵ څخه نیولې تر ۲۱ پورې تر ۱۲۲زره پورې ډېر افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په ایران کې ځینو افغان کډوالو ویلي دي چې د ایران پولیس هره ورځ سلګونه افغان کډوال نیسي او خپل هېواد ته یې شړي. دوی وایي د ایران پولیس د شپې د افغان کډوالو په کورونو او ځایونو چاپې وهي،‌ هغوی نیسي او ځوروي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو په اساس، له ۲۰۲۲ کال راپدیخوا اته میلیون افغانانو خپل هېواد پرېښی چې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونه تللي دي.

ایراني مقامات ادعا کوي چې تقریبآ شپږ میلیون افغانان په ایران کې ژوند کوي، خو د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ارقام ښکاره کوي چې دا مهال ۴.۵ میلیون افغانان په ایران کې دي، په دوی کې د اوسېدو د قانوني اسنادو لرونکي او نه لرونکي دواړه شامل دي.

د طالبانو حکومت له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړلو په غبرګون کې ویلي وو چې دا کار د اسلامي، نړیوالو او ګاونډیتوب د اصولو خلاف کار دی.