د ایران او اروپايي ځواکونو (بریتانیا، فرانسې او جرمني) استازو د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۳ (مرغومې۲۴) په ژینو کې د ایران د اتومي پروګرام په اړه لیدلي او خبرې کړي دي.
د دوی دا ملاقات په متحدو ایالتونو کې د منتخب ولسمشر د لوړې تر مراسمو یوه اونۍ مخکې شوی.
دا په تېرو دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې دوی د ایران په اتومي پروګرام غږېږي، تېر ځل یې د نومبر په میاشت کې لیدلي وو.
دا غونډه تر ډېره په خصوصي ډول شوې او د ځای، تاریخ او اجنډا په اړه یې ډېر معلومات ورکړل شوي نه دي.
د ایران دولتي خبري اژانس اسنا راپور ورکړی دی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال مجید تخت روانچي له خپلو دریو اروپايي سیلانانو سره لیدلي.
په راپور کې ویل شوي دي: «دوی د بندیزونو د لېرې کېدو، اتومي موضوع او د سیمې په اړه د اندېښنې په ګډون په همګټو مسائیلو غږېدلي دي.» په راپور کې په دې اړه نور جزیات ورکړل شوي نه دي.
تر دې غونډې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي وو چي د ا خبرې «مذاکرات» نه دي او ایران یې «مشورې» بولي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یو خبري کنفرانس کې ویلي دي، چې دا خبري د دوشبنې او سه شنبې په ورځو کې کېږي چې «یو لړ پراخې موضوعګانې» به په کې شاملې وي.
هغه وویل: «د دغه خبرو اول هدف دا دی، چې (په ایران باندې) بندیزونه لېرې شي.» نوموړي زیاته کړه چې ایران به د مقابل لوري «مسائیل هم اوري».
راپورونه وايي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال تخت روانچي به د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې د مشر جوزیپ د دفتر له مشر اینریک مورا سره هم ګوري او خبرې کوي.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې بله اونۍ ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو د ۴۷م منتخب ولسمشر په توګه لوړه کړي. هغه په ۲۰۱۸ کال کې په خپلې لومړۍ دورې کې امریکا د ایران او نړۍ د زبر ځواکونو ترمنځ له اتومي تړون څخه واېستله او ویې ویل چې په دې تړون کې خلاوې شته او ایران یې ته ګټه ډېره رسي.
د تړون په اساس، ایران به د خپل اتومي پروګرام پراختیا درول او په بدل کې به پرې لګول شوي بندیزونه لېرې کېدل، خو ټرمپ په ایران باندې بندیزونه بیا ولګول او ایران هم وویل چې د دغه تړون ژمنو ته متعهد نه دی.