طالبان: د افغانستان له فضا څخه د الوتکو عبوري پروازونه زیات شوي

ددې دمخه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي وو چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د۱۰۰ او ۱۲۰ په شاوخوا کې د نړیوالو هوايی شرکتونو الوتنې د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې کوي.

طالبان وايي چې په اسرائیل باندې د ایران د توغندیو د بریدونو وروسته د افغانستان له فضا څخه د عبوري الوتکو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او اوس مهال په هرو ۲۴ ساعتونو کې ددغه هیواد له فضايي قلمرو څخه تر ۳۵۰ پورې الوتکې عبوري الوتنې کوي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي طلوع نیوز ته ویلي چې، په تېره نږدې یوه اونۍ کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۳۵۰ عبوري الوتنې شوي دي.

هغه ویلي: "دې وروستیو کې د افغانستان له فضايي حریم څخه د عبوري الوتنو په شمېر کې، کافي اندازه زیاتوالی راغلی چې په دې تېرو پنځو، شپږو ورځو کې په هرو ۲۴ ساعتونو کې، تر ۳۵۰ پورې الوتنې ترسره کېږي."

فلایټ رادار ۲۴، انټرنیټي پاڼه چې په نړۍ کې د الوتکو الوتنې څاري د بریتانیا انډیډپنډنټ رسنۍ ته ویلي چې پر اسرائیل د ایران د توغندیو د برید ورسته د اسرائیل د هیواد د متقابل احتمالي برید د اندیښنو له امله په تیرو څلورو ورځو کې منځني ختیځ او اروپا ته نړیوالې الوتنې د اوږده ځنډ سره مخ شوي او ځینو نورو نړیوالو هوايي شرکتونو خوندي فضايي لارو څخه تګ راتګ پیل کړی دی.

دغې انټرنیټي پاڼې انډیډپنډنټ ته ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه د فلسطین په غزه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ د جګړې د پیل وروسته د افغانستان فضايي قلمرو څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتکو تیریدو کې زیالتوالی راغلی چې د تیر کال د اګست د میاشتې پرتله د روان ۲۰۲۴ کال د اګست د میاشتې په دوېیمه اونۍ کې ددغه هیواد له فضايي قلمرو څخه د عبوري الوتکو شمیر کې اوه ځلې زیاتوالی ښيي.

ددغې رسنۍ د راپور له مخې د تیرې پنجشنبې په ورځ اکتوبر درېیم( تلې ۱۲) د افغانستان له فضا څخه ۱۹۱ عبوري الوتنې ترسره شوي دي. انډیډپنډنټ ویلي چې د ایران له خوا په اسرائیل باندې د شاوخوا ۲۰۰ بالستیک توغندیو د برید وروسته د نړیوالو هوايي شرکتونو ډیرې نورې الوتکې هم د منځني ختیځ او د ایران له فضا څخه د عبوري الوتنو پرځای د اسیا او اروپا ترمنځ د الوتنو لپاره د افغانستان له فضا څخه کار اخیستلو ته اړ شوي دي.

ددغه راپور له مخې د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د ۱۹ او ۳۰ ترمنځ هره ورځ د افغانستان له فضا څخه ۱۴۷ عبوري الوتنې ترسره شوي دي. هغه نړیوال هوايي شرکتونه چې د افغانستان له فضايي قلمرو څخه د عبوري الوتنو لپاره کار اخلي په کې د سویس ایر، فن ایر، سینګاپور هوايي کرښې، بریټش ایروایز او د لفتانزا هوايي شرکتونه هم شامل دي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو او په دغه هیواد کې د طالبانو بیا واک ته د رسیدلو وروسته اکثرو نړیوالو هوايي شرکتونو د اسیا او اروپا ترمنځ د تګ راتګ لپاره د افغانستان له فضا څخه کار اخیستل د امنیتي اندیښنو له مخې بند کړي دي.

خو انډیډپنډنټ ویلي چې دا پریکړه یوازې د امنیتي اندیښنو له مخې نه وه او سیاسي انګرینې هم په کې شاملې وې چې نه یې غوښتل چې طالبان بهرني اسعار ترلاسه کړي. د انډیډپنډنټ اټکل له مخې که د افغانستان له فضايي قلمرو څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو کار اخیستل په همدې اوسنۍ بڼه دوام وکړي، نو د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت به ددې لارې تر ۵۰ میلیونو ډالره په کال کې ترلاسه کړي.

افغانستان له فضا څخه تیریدونکې الوتکې د ۳۵ زره فټو په لوړوالي الوتنې کوي. انډیډپنډنټ ویلي چې په افغانستان کې میشتې تروریستي ډلې داسې وسلې نلري چې په دومره لوړه فضا کې د هوايي شرکتونو الوتکې پرې په نښه کړي. دغې رسنۍ ویلي چې حتی که له غر څخه هم پرې توغندی و ویشتل شي دغو الوتکو ته به زیان ونه رسولی شي.

دمخه د رویټرز خبري اژانس د اګست ۲۳ (سنبلې دوېیم) د نړیوالو الوتنو د یو تحلیل پر اساس په یو راپور کې هم ویلي وو چې یوازې د روان ۲۰۲۴ کال د اګست په دوېیمه اونۍ کې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو هوايي شرکتونو په عبوري الوتنو کې اوه ځلې زیاتوالی راغلی دی.

افغانستان د اروپايي هیوادونو او د اسیا د یو شمیر هیوادونو ترمنځ لنډه فضايي لار ده چې د الوتکو د تیلو د مصرف سپما سبب ګرځي.

افغانستان د دغه هیواد د فضا څخه د هرې الوتکې د تیریدو څخه تر اوو سوو امریکايي ډالره اخلي. ددې دمخه د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت ویلي وو چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د۱۰۰ او ۱۲۰ په شاوخوا کې د نړیوالو هوايی شرکتونو الوتنې د افغانستان له فضا څخه عبوري الوتنې کوي.

د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر په ګډون د څلورو نړیوالو هوايي ډګرونو هرات، کندهاراو مزارشریف کې د مسافرو د کنټرول او ارزونې تړون د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د متحده عربي اماراتو د "ګاک" شرکت سره لاسلیک کړی دی.

ددغه تړون له مخې دا شرکت د مسافرو د خوندیتوب لپاره په دغو هوايي ډګرونو کې خدمتونه وړاندې کوي او د طالبانو حکومت ورته د افغانستان له فضا څخه د تیریدونکو الوتکو د حق العبور څخه د ترلاسه شویو پیسو یوه اندازه ددغو خدمتونو د وړاندې کولو په بدل کې ورکوي.

د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې اوس مهال د افغانستان په دننه کې د کابل او یو شمیر لویو ښارونو ترمنځ هره ورځ د څو الوتنو سربیره د کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونه یو شمیر ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته هم منظمي الوتنې کوي.

همداشان د ایران د پنځه هوايي شرکتونو په ګډون د ترکیې ترکش ایرلین، د متحده عربي اماراتو فلای دوبۍ، ایر عربیه هوايي کرښې الوتکې هم کابل او ددغو هیوادونو ترمنځ منظمي الوتنې کوي.