د امریکا او اندونیزیا په ګډون ۱۰ هېوادونو ګډ پوځي تمرینات پیل کړي

د "سوپر ګارودا شیلډ" په نوم کلني پوځي تمرینونو کې شاوخوا ۱۸۰۰ امریکایي سرتیري برخه لري.

د امریکا متحدو ایالتونو، اندونیزیا او اتو نورو هېوادونو په زرګونو پوځیانو دوشنبې اګست ۲۶ (وږي پنځمه) پراخ پوځي تمرینونه پیل کړل.

ددغو ګډو تمرینونو موخه په اسیا - ارام سمندر کې د ګډو وړتیاوو لوړول ښودل شوي چې دوه اونۍ به دوام ولري.

په دې سیمه کې، په ځانګړي ډول د جنوبي چین سمندر سږکال د تاوتریخوالي شاهد و. د سیمې هېوادونه په دغو اوبو کې د یو شمېر ټاپوګانو او د بیړیو د تګ راتګ د مسیرونو د ملکیت په سر اختلاف لري.

د "سوپر ګارودا شیلډ" په نوم کلني پوځي تمرینونه د اندونیزیا د ختیځ جاوا ټاپو په سیدوارجو کې پیل شوي. په دې تمرینونو کې د اندونیزیا له ۴۴۰۰ څخه زیات پوځیان برخه لري.

د اندونیزیا پوځ ویلي چې په تمرینونو کې شاوخوا ۱۸۰۰ امریکایي سرتیري او د نورو هیوادونو په سلګونو سرتیري برخه لري.

د "سوپر ګارودا شیلډ" پوځي تمرینات په لومړي ځل په ۲۰۰۷کې ترسره شول. د متحدو ایالتونو د هاوایي ایالت د هوایي ملي ګارد قوماندان تورن جنرال جوزف هاریس وویل چې "د ګډو عملیاتي وړتیاوو لوړولو په موخه د ګڼو هېوادونو په ګډون د نړیوالې کچې دا تمرینونه" په وروستیو کلونو کې پراخ شوي دي.

هغه زیاته کړه چې ددې تمرینونو په لړ کې د مسکلي پوهې د تبادلې په موخه ورکشاپونه، د قوماندې او کنټرول تمرینونه، او د جګړې په ډګر کې د سرتیرو روزنه شامله ده.

په تمریناتو کې په اوبو او وچه کې تمریني بریدونه او د سایبري ګواښونو په وړاندې د مبارزې لپاره روزنه ترسره کیږي.

د امریکا د پوځ د ارام سمندر د څانګې قوماندان چارلس فلین تیره اونۍ په یو بیان کې وویل چې دا تمرینونه به یو باثباته او خوندي هند - ارام سمندر ته ژمنتیا وښيي.

د دوو اونیو دا تمرینات چې د سپتمبر تر شپږمې نیټې پورې دوام کوي، د اندونیزیا په بیلا بیلو برخو کې ترسره کیږي. په دې کې د استرالیا، جاپان، بریتانیا، سینګاپور، سویلي کوریا، کاناډا، نیوزیلینډ او فرانسې سرتیري هم ګډون لري.

برازیل، جرمني، مالیزیا، فلیپین، تایلنډ، هالنډ، ختیځ تیمور او پاپوا نیو ګیني د څارونکو هیوادونو په توګه په تمریناتو کې ګډون لري.