هند د جي-۲۰ هیوادونو مشرانو غونډې امنیت ساتلو لپاره ۱۳۰ زره امنیتي ځواکونه ګماري

ټاکل شوې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو غونډه د سپټمبر په ۹مې پیل شي.

ټاکل شوې چې د جي-۲۰ یا د نړي شلو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو غونډه د همدې روانې سپټمبر میاشتې په ۹ مې نیټې د هند په پایتخت نوې ډهلي کې پیل شي.

هندي چارواکو جمعه سپټمبر لومړۍ (وږي۱۰) ویلي چې د دې غونډې د امنیت ساتلو لپاره چې د نړۍ تر ټولو ځواکمنو هیوادونو مشران پکې ګډون کوي، نږدې ۱۳۰ زره امنیتي ځواکونه ګماري.

د ډهلي پولیسو ځانګړي کمیشنر دیپیندرا پاټهک ویلي چې پدې ښار کې د جي-۲۰ هیوادونو مشرانو راټولیدنه "تاریخي او یادګاري" شیبه ده او ویلي یې دي چې د پایتخت پولیسو تر څنګ به د سرحدي امنیتي ځواکونو او نیمه پوځي ځواکونو په ګډون د حکومت د نورو ادارو څخه هم زرګونه کسان د امنیت ساتلو لپاره وګمارل شي.

د پولیسو دې مشر وویل چې د امنیتي ځواکونو په ډیروالي سره غواړي ډاډمن وي چې د مظاهرو د کنټرول لپاره په کافي اندازه امنیتي ځواکونه په اختیار کې ولري.

چارواکو همدارنګه ویلي چې د جي-۲۰ هیوادونو د مشرانو د غونډې پر مهال به نوې ډهلې ته په ټولو غځیدلو لارو کې امنیتي تدابیر ټینګ وي او هغوي چې غواړې ښار ته ننوځي، باید د امنیتي تالاشیو څخه تیر شي.

دا غونډه به دوه ورځې وي.

هندي چارواکو همدرانګه په نوې ډهلي کې چې ۲۰ ملیونه وګړي پکې ژوند کوي، ښوونځیو، حکومتي ادارو او د حکومت اړوند کاروبارونو ته امر کړی چې د دریو ورځو لپاره خپلې دروازې وتړي.

په عین حال کې د هند هوایي ځواکونو ویلي چې د نوې ډهلي او شاوخوا سیمو کې د فضا د کنټرل لپاره مهم اقدامات کوي.

د دې ځواکونو یو ویاند د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د هند پوځ به د هوایي ځواکونو، نیمه پوځي ملیشو او نوې ډهلي پولیسو سره په ګډه د هوا له لارې د ګواښونو د مخنیوي لپاره د ډرون یا بې پیلوټه الوتکو ضد سیستمونه په کار واچوي.

هندي چارواکو همدارنګه ویلي چې د غونډې په ځای کې د کنټرل ځانګړې خونې جوړې شوي او د هغه هوټل په شاوخوا کې ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي چې ټاکل شوې د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن پکې واوسیږي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن، د برتانیې صدراعظم ریشي سوناک او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان به پدې غونډې کې ګډون کوي خو په نوې ډهلي او بیجنګ کې ځینو سرچینو ویلي چې ښایي د چین جمهور رئیس شي جن پنګ به ښایي پدې غونډې کې ګډون ونکړي.

د جاپان، اسټرالیا، فرانسې او جرمني مشرانو هم ویلي چې په غونډې کې برخه اخلي خو د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین بیا ویلي چې دې غونډې ته به پخپل استازیتوب د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف واستوي.

د جي -۲۰ هیوادونو مشري سږ کال د هند سره ده او صدراعظم نریندرا مودي په تیر یو کال کې دا مشري په یوې ملي نندارې بدله کړې. د هند حکومت د همدې روان کال د مې په میاشت کې د سرینګر په ښار کې د جي-۲۰ هیوادونو د ګرځندویۍ یوه غونډه جوړه کړه چې ټینګ امنیتي تدابیر پکې نیول شوي و.

دا مطلب هم ولولئ هند کې د G20 د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه، اوکراین د بحث عمده مورد دی

د هیواد په سړکونو، هوایي ډګرونو، د موټر په تم ځایونو، پارکونو، اورګاډي سټیشنونو، حکومتي ادارو او دولتي مطبوعاتي ادارو کې د جي-۲۰ لوحې ځړول شویدي.

ښاغلي مودي تیره میاشت په پایتخت نوې ډهلي چې د یو تالار د پرانیستو په مراسمو کې برخه واخیسته چې ټاکل شوې د جي-۲۰ مشرانو دا غونډه پکې وشي.

پدې تالار ۳ سوه ملیونه ډالر لګښت راغلي او په یو وخت کې پکې ۳ زره کسان ځایدلی شي.

د هند حکومت همدارنګه د ۲.۱۸ ملیون ډالرو په ارزښت د بهرنیو هیوادونو د مشرانو د لیږ رالیږد لپاره ۲۰ د مرمۍ ضد لیموزین کرایه کړيدي.

دا مطلب هم ولولئ بریکس د شپږو نورو هېوادونو پر غړیتوب موافقه وکړه

سره لدې چې د نړي ډیری مشران په دا شان غونډو کې د ګډون لپاره خپل ځانکړي ساتونکي او موټر وړي خو د هند حکومت بیا د هیوادونو څخه غوښتي چې د ځانګړو موټرو په راوړلو کې دې د منطق څخه کار واخلي خو په هیچا یې د موټرو په راوړلو کې محدودیت ندی وضع کړی.

هندي چارواکو همدرانګه ویلي چې متحده ایالات به پدې دوو ورځو کې چې په نوې ډهلي کې غونډه روانه وي، ۲۰ الوتکې هم هلته ولري.

د ملګرو ملتونو، پیسو نړیوال وجهي صندوق، نړیوال بانک، سوداګرۍ نړیوال سازمان او روغتیا نړیوال سازمان مشران هم پدې غونډې کې برخه اخلي.