پاپ په غزې کې د ولسي فلسطینیانو وژنه 'وحشتناک' وبلل  

پاپ فرانسیس وايي په جګړې کې ولسي خلک درانه بیه پرې کوي

په نړۍ کې د مسیحیانو مذهبي مشر پاپ فرانسیس د کرسمس (د مسیح میلاد) په مناسبت پیغام کې یو ځل بیا په غزې باندې د اسرائیل په بریدونو انتقاد کړی او ویلي دي‌ چې په دغې جګړې کې ولسی خلک درنه بیه پرې کوي.

پاپ همدغه راز د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس برید غندلی دی او د ټولو یرغمل شویو کسانو د پرېښودو غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي د وسلو د تولید په شرکتونو او صنایعو هم انتقاد وکړ او ویې ویل چې همدغو صنایعو جګړه په لاس کې اخیستې ده. هغه د اوکراین، سوریې،‌ یمن، لبنان، ارمنستان او اذربایجان په ګډون په ټولې نړۍ کې د جګړې، سیاسي او اجتماعي شخړو د ختمېدو غوښتنه وکړه.

پاپ په خپلو خبرو کې په غزې کې د ولسي خلکو تلفاتو ته ځانګړې اشاره وکړه. په غزې کې د روغتیا د برخې مقامات وايي چې د اسرائيل په بریدونو کې تر دې دمه تر ۲۰زره ډېر خلک وژل شوي چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي. د اسرائيل په تازه بریدونو کې په غزې کې ۸۷ کسان وژل شوي دي.

پاپ وویل: «زه د نظامي عملیاتو او بې ګناه ولسي خلکو ته یې د درانه زیانونو د اوښتو ختمېدل غواړم. همدغه راز غواړم چې [غزې] ته د بشري مرستو لارې پرانیستل شي چې بحراني بشري وضعیت ته د حل لاره پیدا شي.»

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ راپور ورکړ چې د غزې ۲.۳ میلیون خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او هره ورځ د لوږې د زیاتېدو خطر زیاتېږي.

واتیکان چې له اسرئيل او فلسطین سره دپلوماتیک روابط لري، په دې باور دی چې د اسرائيل او فلسطین ترمنځ د دوو جلا دولتونو جوړېدل د جګړې د حل یوازینۍ لار ده. پاپ د دواړو خواو ترمنځ د خبرو د پیلېدو غوښتنه وکړه او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې په دې برخه کې هڅه وکړي.

نوموړي همدغه راز د وسلو د تولید په اړه وویل: «کله چې د وسلو تولید، تجارت او خرڅلاو مخ په زیاتېدو وي، موږ به څنګه د سولې په اړه خبرې وکړای شو؟»