د لاس رسي وړ اتصالات

د نتنیاهو خبرداری: د حماس پر ضد جګړه به اوږده وي


په داسې حال کې چې په غزې کې د فلسطینیانو مرګ ژوبله ډیره شوې، د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو یکشنبه ډسمبر ۲۴ ( مرغومي ۳) خبردرای ورړکړی چې د حماس پر ضد جګړه به اوږده وي.

نتنیاهو د کابینې په غونډې کې وویل، "پریږده چې په ډاګه شي: دا جګړه به اوږده وي... تر څو چې حماس له منځه نه وي تللی او په شمال او جنوب کې مو امنیت نه وي برحال کړي."

د اسرائیل مشر داسې مهال دا خبرداری ورکړی چې یوازې په همدې تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیل په هوایي بمباریو او نورو بریدونو کې تر ۱۶۶ ډیر فلسطینیان ووژل شول.

د غزې عامې روغتیا وزارت معلوماتو له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، تر اوسه ۲۰۴۲۴ کسان وژل شوي چې ۷۰ په سلو کې یې میرمنې او ماشومان دي خو دا ارقام کومې خپلواکې سرچینې ندي تائید کړي.

اسرائیل همدارنګه ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې د غزې په جګړې کې لږ تر لږه اته سرتیري وژل شوي چې پدې سره په روانې جګړې کې تر دې دمه د ټولو اسرائیلي وژل شویو سرتیرو شمیر ۱۵۴ ته ورسید.

نتنیاهو دا ومنله چې په غزې کې د حماس پر ضد دا جګړه اسرائیلو ته ګرانه تمامیږي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د جګړې کولو پرته بله چاره نشته.

په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ په غزې کې شدیده جګړه روانه وه، د اسرائیل پوځ ویلي چې د غزې بشپړ عملیاتي کنټرول یې تر لاسه کړی او هره ورځ ۲۰۰ اهداف په نښه کوي.

که له یوې خوا اسرائیل د غزې په شمال کې د بشپړ کنټرول تر لاسه کولو خبر او د اوږدې جګړې خبرداری ورکوي، خو بل پلو بیا د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډهانوم د یکشنبې په ورځ وویل چې په غزې کې روغتیایي سیستم له منځه تلونکی دی او یو ځل بیا یې د اوربند غوښتنه وکړله.

ښاغلي اډهانوم د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، "د غزې روغتیایي سیستم له منځه تلنه یوه غمیزه ده. مونږ ټینګار کوو چې همدا اوس اوربند وکړئ."

د ډبلیو اچ او مشر وویل چې د غزې په جګړې کې هره ورځ ډاکټران، نرسان او د امبولانسونو چلوونکي وینو چې پداسې حال کې ناروغان او ټپي شوي کسان سمبالوي چې خپل ژوند یې هم په خطر کې دی.

دې نړیوالې ادارې ویلي چې د روانې ډسمبر میاشتې تر ۲۰ مې نیټې پورې په غزې کې په روغتیایي مرکزونو ۲۴۶ بریدونه شوي چې په روغتونونو او امبولانسونو بریدونه پکې شامل دي او ۵۸۲ تنه پکې وژل شوي او ۷۴۸ ټپي شویدي.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمیر لویدیځو هیوادونو په غزې کې د بشري اوربند غوښتنه کړې او پدې جګړې کې د ډیر شمیر ملکیانو وژل کیدو له کبله په اسرائیل فشارونه ډیر شوي خو دې هیواد په غزې کې حماس ډلې له منځه وړلو هوډ کړی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG