د معلولینو د نړیوالې ورځې سره هممهاله د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې دغې کمیټې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې په افغانستان کې د ماغزو د فلج په ناروغۍ د اخته څه باندې ۱۱ زرو څخه د زیاتو ماشومانو درملنه یې کړې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د دوشنبې د ورځې ناوخته ډسمبر دوېیم ( لیندۍ ۱۲) په یوه خبرپاڼه کې د معلولینو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې دغې کمیټې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر پایه د شپږ زره او ۵۸۲ هلکانو او د څلورو زرو او ۴۶۱ نجونو چې د ماغزو د فلج له ناروغۍ څخه کړیدل درملنه کړې ده.
د ډسمبر درېیمه په نړۍ کې د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د معلوماتو له مخې اوس مهال ددغې کمیټې په ملاتړ د فزیکي ځواکمنتیا اوه مرکزونه په افغانستان کې فعالیت کوي، چې معلولینو په ګډون هغو ماشومانو ته چې د ماغزو د اختلالاتو د ناروغۍ څخه کړیږي هم په کې روغتیايي خدمتونه وړاندې کیږي.
د سره صلیب نړیواله کمیټې ویلي چې تېر کال یې په ورته موده کې ددغسې ۱۱ زره او ۲۹۶ ماشومانو درملنه کړې وه.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې په افغانستان کې روغتیايي خدمتونو ته د خلکو د لاس رسي په برخه کې د شتو ننګونو سره سره په دغه هیواد کې د ماغزو د فلج پر ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو د درملنې لپاره یې د تیرو کلنو په اوږدو کې پرله پسې هڅې کړي دي.
ددې کمیټې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اوس مهال دا کمیټه د ماغزو د فلج پر ناروغۍ د اخته شویو ماشومانو د درملنې په برخه کې د روغتیايی خدمتونو د چمتو کولوپه برخه کې په لومړۍ کرښه کې ځای لري.
دغې کمیټې په عین حال کې په ټول افغانستان کې د ماغزو د فلج پر ناروغۍ اخته ناروغانو ته د روغتیايي خدمتونو په نه برابریدو اندیښنه ښودلې ده.
سربل پالسي (Cerebral palsy) یو ډول مورزادي د ماغزو اختلال دی چې اکثره ماشوم ته د مور په نس کې، یا د زیږدنې پر مهال او یا هم له زیږیدو سمدستي وروسته پیدا کېږي.
ډاکټران په دې باور دي چې لوږه او نیستي، د روغتیايي معلوماتو نشتون او د امیدوارۍ دمخه او د امیدوارۍ پر مهال د ډاکټرانو له خوا په منظم ډول د میندو نه معاینه کیدل په هغو عواملو کې شامل دي چې د ماغزو د فلج پر ناروغۍ د نوو زیږیدلو ماشومانو د اخته کیدو سبب ګرځي.
د هغوی د وینا له مخې د امیدوارۍ پر مهال د میندو ناکافي تغذیه او د بدن د فعالیت زیاتیدل په ځانګړي ډول د کرهڼې په سکټور کې شاقه کارونو ترسره کول پر دغې ناروغۍ د ماشومانو د اخته کیدو احتمال زیاتوي.
د ډاکټرانو د وینا له مخې دا کمزوري د عمر تر پایه انسان سره پاتې کیږي، خو ددې نارغۍ بڼې په هر اخته شوي ماشوم کې یو ډول نه دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیتې ویلي چې د ماغزو د فلج درملنې لپاره کوم پیژندل شوي درمل تراوسه شتون نلري او ماغزو ته هرډول زیان بیرته نشي جبران کیدلای، خو دغې کمیټې ویلي چې پر دغې ناروغۍ اخته ناروغان د فیزیوتراپي په څیر درملنه، چې ددغې کمیټې د مرکزونو له لارې چې په ټول افغانستان کې په وړیا ډول وړاندې کیږي ترلاسه کولای شي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې د ماغزو د فلج د ناروغانو د درملنې په اړه دا راپور د معلولینو د نړیوالې ورځې سره هممهاله خپور ورکړی دی.
په افغانستان کې د څلورو لسیزو څخه د زیاتې مودې اوږدو جګړو او په جګړو کې د ښکیلو غاړو له خوا د ماینونو څخه د کار اخیستلو له امله ددغه هیواد نږدې په سلګونو زره کسان معلول شوي دي.
د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) د یو راپور له مخې په افغانستان ۸۰۰ زره کسان چې ددغه هیواد د نفوسو ۲.۷ فیصده جوړوي معلولیت د سختو ډولو سره لاس او ګریوان دي.
دغه سازمان ویلي چې اکثره معلولین حرکت په برخه کې ستونزې لري او د ۷۰ او ۷۰ فیصدو ترمنځ معلولین ددغه هیواد په کلیوالو سیمو کې زوند کوي.
ډبلیو ایچ او ویلي چې د یو شمیر دلایلو له مخې معلولینو ته روغتیايی خدمتونه هم محدود دي او اوس مهال د افغانستان د ۳۴ ولایتونو له ډلې یوازې په ۲۱ ولایتونو کې معلولینو ته د فزیکي درملنې په برخه کې خدمتونه وړاندې کیږي.