د امریکا د استازو جرګې بایډن، هریس، خلیلزاد او ۱۲ نور امریکايي چارواکي له افغانستان څخه د وتلو په اړه پړه ګڼلي

د متحده ایالاتو د کانګرس ماڼۍ

د متحده ایالاتو په کانګرس کې د استازو جرګې د یو پرېکړه لیک په تصویبولو سره ولسمشر جو بایډن او د زلمي خلیلزاد په ګډون د امریکا د حکومت یو شمېر اوسني او پخواني چارواکي له افغانستان څخه د بې نظمه وتلو له کبله پړه ګڼلي دي.

په دغه پرېکړه لیک کې چې په ۲۱۹ موافقو او ۱۹۴ مخالفو رایو تصویب شو او لسو دیموکراتانو هم رایه ورکړې، د هغه څه له کبله چې "له افغانستان څخه د تلو پر مهال پرېکړې او د هغو ناکام پلي کول" ګڼل شوي، بایډن او د هغه مرستیاله کاملا هریس پړه ګڼلي دي.

په پرېکړه لیک کې راغلي: "د ټرمپ ادارې په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان څخه د وتلو لپاره 'افغانستان ته د سولې راوړلو' تر نامه لاندې مشروطه طرحه چې د دوحې په تړون مشوره ده، امضا کړه چې له مخې یې طالبانو باید خپل تروریستي فعالیتونه بند کړي وای، د القاعدې سره اړیکې او تاوتریخوالی یې باید کم کړی وای، اوربند یې کړی وای او د افغانستان له حکومت سره یې په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه اخیستې وای."

خو د پرېکړه لیک له مخې، د بایډن او هریس ادارې هوډ وکړ چې د دوحې تړون او له افغانستان څخه د وتلو اغیزو ته له پام کولو پرته، له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وباسي.

د بایډن حکومت په مکرر ډول ویلي چې له افغانستان څخه د دوحې د تړون پراساس وتلي چې دغه تړون ورته د ټرمپ له حکومت څخه په میراث پاتې شوی و.

د کانګرس دیموکراتو غړو په مکرر ډول ټینګار کړی چې له افغانستان څخه د وتلو په اړه د جو بایډن د حکومت د پړ ګڼلو لپاره د جمهوري غوښتونکو اقدامات سیاسي انګېزه لري او هڅه کوي چې په راتلونکي ټاکنو کې ولسمشرۍ ته خپل کاندید، ډونالډ ټرمپ، له هر ډول پړې څخه پاک وښيي.

دا مطلب هم ولولئ مک‌‌کال: د افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ وتلو د څیړنو هدف د تکرار مخنیوی دی

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې رئیس مایکل مک‌کال وویل:‌ "درې کاله وړاندې، نړۍ د امریکا د تاریخ یو له ترټولو ویجاړوونکو سیاسي ناورینونو شاهد و. د بایډن او هریس حکومت له کوم پلان او توجه پرته د متحده ایالاتو ټول سرتیري له افغانستان څخه وایستل. په پایله کې، ۱۳ زړور امریکايي سرتیري او ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول او ۴۵ امریکايي پرسونل او یو زیات شمیر نور کسان ټپیان شول."

په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو وکیلان په داسې حال دا ګام پورته کړی چې ولسمشر بایډن د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو ۷۹مې عمومي غونډې ته په وینا کې د افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سخته خو پرځای وبلله.

بایډن وویل: "د امریکا څلور ولسمشران له دغې پرېکړې سره مخامخ شوي دي. خو زه هوډمن وم چې دا خبره پنځم ولسمشر ته پرې نږدم. دا تصمیم له تراژیدۍ سره مل وو. ۱۳ زړورو امریکايي سرتیرو او په سلګونو افغانانو په یو ځانمرګي برید کې ژوند له لاسه ورکړ چې زه یې هره ورځ په اړه فکر کوم."

په کانګرس په دغه پرېکړه لیک کې د امریکا د ۱۵ اوسنیو او پخوانیو چارواکو نومونه اخیستل شوي او له افغانستان څخه په وتلو کې د رول لرلو له کبله پړه ګڼل شوي دي. په دې کې د افغانستان د سولې لپاره د متحدو ایالتونو د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نو هم شامل دی او ویل شوي چې خلیلزاد بې اساسه ویلي چې طالبان به خپلو ژمنو او بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د خلیلزاد غبرګون

خو خلیلزاد ویلي چې د دوحې په تړون کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت موضوع نده یاده شوې. هغه چهارشنبې ناوخته په خپله ایکس پاڼه ولیکل: "دا بیان په بشپړ ډول ناسم دی. ما هیڅکله داسې څه ندي ویلي. زه له سند پرته د دا ډول ادعا په کولو حیران یم. بې اساسه ویل شوي دي."

خلیلزاد وایي د دوحې په تړون کې په خوندي ډول د سرتیرو په وتلو، پر امریکایي ځواکونو د نه برید او د افغانستان له خاورې څخه د القاعده او نورو ترهګرو ډلو له خوا د امریکا او متحدینو امنیت ته د ګواښ په نه رسیدو بحث شوی و.

د خلیلزاد په خبره، طالبانو هغه مهال هوکړه کړې وه چې د یوه نوي حکومت د جوړېدو او د هغه حکومت د بشري حقونو پر تګلارو به د دوی، پخواني جمهوري حکومت او نورو افغانانو ترمنځ جلا خبرې کېږي.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د خپلي کاري دورې په پای کې د وینا پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د ملت جوړوني پروژه ډیره خیالي وه او د افغانستان د یو شمیر برخو له پرله پسې سقوط ښکاره کوله چې وتل سم انتخاب دی.

سټولټنبرګ ویل: "د ترهګرۍ ضد پیل شوی ماموریت په پراخ ډول د ملت جوړونې په ماموریت بدل شو. د ټولو لپاره د مساوي حقونو درلودونکی یو متحد او دیموکراتیک افغانستان با ارزښته هدف و. خو دا ډیر خیالي و. موږ د ماموریت د غځیدو قیمت ولید. له شلو کلونو وروسته هم موږ جګړه نه ګټله."

دا مطلب هم ولولئ کرن ډیکر د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې سره د دوحې بهیر په اړه خبرې کړي

که څه هم د امریکا تر وتلو وروسته په افغانستان کې پر ښځو ګڼ شمیر محدودیتونه لګیدلي او اقتصادي مشکلات زیات شوي خو امریکا لا هم د افغانستان سره لوی مرسته کوونکی هیواد دی.

افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر د ملګرو ملتونو د ۷۹ عمومي غونډې پر مهال د افغانستان وضعیت ته د نړیوالې ټولنې د پام اړولو خبر ورکړی دی.

میرمن ډیکر ویلي دي چې د سولې او سیاسي چارو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له مرستیالې روزمري دیکارلو سره یې د دوحې د روان بهیر په ګډون په یو لړ مسلو خبرې کړي دي.