د حسن نصرالله له احتمالي ځای‌ناستي سره له جمعې راهیسې اړیکه پرې شوې ده - سرچینه

که صفی‌الدین ووژل شوی وي دا به د حزب‌الله ډلې او د هغې اصلي ملاتړي ایران لپاره یو بل ستر ګوزار وي.

د حزب‌الله یوې لوړپوړې سرچینې د شنبې په ورځ، د اکتوبر پنځمه (تلې ۱۴مه) د فرانسې خبري اژانس ته وویل، چې د لبنان په جنوب کې د دې ډلې پر مرکزونو د اسرائیل د هوايي بریدونو وروسته له هاشم صفی‌الدین، چې د حزب الله د وژل شوي مشر، سید حسن نصرالله احتمالي ځای‌ناستی ګڼل کېږي، اړیکه پرې شوې ده.

د یادې سرچینې د معلوماتو له مخې، له صفی‌الدین سره اړیکه د جمعې په سهار هغه مهال پرې شوه، کله چې د بیروت په جنوبي سیمو کې د اسرائیل لخوا سختې بمبارۍ وشوې. سرچینې زیاته کړه: "موږ نه پوهېږو چې آیا هغه [صفی‌الدین] په بمبار شوې سیمه کې موجود و او که هلته نور کسان هم ورسره وو."

حزب الله ته یوې بلې نږدې سرچینې هم تایید کړې چې له صفی‌الدین سره اړیکه پرې شوې او د هغه د اوسني ځای په اړه هېڅ معلومات نلري. دغې سرچینې ویلي: "حزب‌الله هڅه کوي هغې ودانۍ ته لاسرسی پیدا کړي چې د اسرائیل په هوايي برید کې په نښه شوې ده، خو هر ځل چې د حزب‌الله کسان سیمې ته نږدې کېږي، اسرائیل بیا بریدونه پیلوي، تر څو د ژغورنې هڅې وځنډوي. "

د راپورونو له مخې، صفی‌الدین د دغو بریدونو پر مهال په "حاج مرتضی" مشهور د حزب‌الله د استخباراتو رئیس سره یو ځای و.

دواړو سرچینو، چې د موضوع د حساسیت له امله یې د نومونو د نه ښودلو غوښتنه کړې، ویلي چې د دې پېښې د دقیقو معلوماتو په اړه لا هم شکونه شته.

بلخوا د حزب‌الله ډلې د فرانس پرس خبري اژانس د راپور په غبرګون کې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې "په دې اړه هېڅ ډول معلومات زموږ له لوري یا د کومې رسمي سرچینې له لارې خپاره شوي نه دي." په اعلامیه کې همداراز د صفی‌الدین سره د اړیکو د پرې کېدو موضوع، نه تایید او نه هم رد شوې ده.

د جمعې په سهار، حزب الله ته نږدې یوې بلې سرچینې ویلي وو، چې اسرائیل د لبنان په جنوب کې د دې ډلې پر مرکزونو ۱۱ پرله‌پسې هوايي بریدونه ترسره کړي، چې دا د تېرو اوونیو راهیسې تر ټولو سخته بمبارۍ وه. په هغو ویډیويي‌ تصویرونو کې چې د فرانس پرس خبري اژانس خپاره کړي، لیدل کیږي چې په هغو سیمو کې چې اسرائیل په هوايي بریدونه په نښه کړي د اور لمبې او لوخړي پورته کېږي.

د اسرائیل پوځ ویلي چې په دې برید کې یې په د حزب‌الله د استخباراتو د مرکز اړوند اهداف په نښه کړي دي.

دغه برید یوه اوونۍ وروسته له هغه ترسره شو، چې د اسرائیل پوځ ادعا وکړه چې د بیروت په جنوب کې یې د حزب‌الله ډلې مشر، حسن نصرالله، په یو هوايي برید کې وژلی دی.

که صفی‌الدین ووژل شوی وي دا به د حزب‌الله ډلې او د هغې اصلي ملاتړي ایران لپاره یو بل ستر ګوزار وي.

دا پداسې حال کې دی چې په وروستیو اوونیو کې د اسرائیل بریدونو زور اخیستی او ددغو بریدونو په ترڅ کې حزب‌الله ګڼ شمېر لوړپوړي قوماندانان په نښه شوي دي.

همدارنګه د اسرائیل پوځ د لبنان په شمالي سیمو کې خپل بریدونه پراخ کړي دي، چې دا د وروستیو شخړو په ترڅ کې د لبنان شمالي سیمو کې د اسرائیل لومړی برید بلل کېږي. تر دې وړاندې، د اسرائیل هوايي بریدونه او ځمکني عملیات تر ډیره بریده د بیروت په جنوبي سیمو او سرحدي سیمو کې متمرکز وو.