ملګري ملتونه هغو کسانو د زیات ملاتړ غوښتنه کوي چې د ترهګرۍ په پيښو کې ېې مالي او ځاني زیانونه ګاللي دي.
د ترهګرۍ د قربانیانو د درناوي د نړېوالې ورځې په مناسبت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش ویلي چې د زیانمنو لپاره باید عدالت تامین شي.
ښاغلي ګوتیریش د ترهګرۍ د قربانیانو د عکسونو د یوه نندارتون د پرانيستلو په مراسمو کې ترهګري او افراطیت جدي خطر وباله.
نوموړي زیاته کړه چې په تیرو میاشتو کې خلک په کابل، قاهره، ناجیریا، بورکینا فاسو او ځینو نورو سیمو کې د ډارونکو بریدونو شاهدان وو.
هغه د کابل د تیرې شنبې ورځې د برید د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده ویې ویل چې دغه شان حملې کورنیو، ټولنو او په مجموع کې ملتونو ته دوامداره زیان رسوي.
انتونیو ګوتيریش وویل:" موږ باید د حل لارو په موندلو کې په مساوي ډول ثابت ووسو او په خپلو ټولو هڅو کې د قربانیانو او ژونديو پاتې شویو کسانو غږ واورو."
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز وایې چې هیواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګيږي.
په پام کې ده چې په راتلونکي کال کې ملګري ملتونه د ترهګرۍ د قربانیانو کانګرس جوړ کړي او دا به د نړۍ له هرې برخې نه د خلکو د غږ او غوښتنو د اورېدو لپاره یو ښه فرصت برابر کړي.
دا دویم کال دی چې د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو او درناوي ورځ لمانځل کيږي.
سږکال ټول تمرکز د قربانیانو او د هغوي د کورنیو پر مقاومت راڅرخيده.