پاکستان کې د وسله والو په بریدونو کې لږترلږه ۶۰ کسان وژل شوي

د پاکستان بلوچستان کې ناامنۍ

د پاکستان په جنوب لوېدیځ کې د بېلتون غوښتونکو وسله والو په بریدونو او د امنیتي ځواکونو په ځوابي عملیاتو کې د ۱۴ عسکرو او پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي.

حکومتي چارواکو دوشنبې اګست ۲۶ (وږي پنځمه) وویل چې د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د بلوڅ بیلتون غوښتونکو زیاتره بریدونه پر پنجابیانو شوي دي.

په یو برید کې، لسګونو اورپکو د بلوچستان ایالت پر یوه لویه لار سفر کوونکي موټر ودرول او پکې سپاره ۲۳ کسان یې په ډزو ووژل. دا په تېرو څو کلونو کې په دغه سیمه کې تر ټولو ناوړه د ډزو پېښه بلل شوې ده.

د "بلوڅو د ازادۍ پوځ (بي ایل اې)" په نوم په بلوچستان کې تر ټولو فعالې وسله والې بېلتون غوښتونکې ډلې فرانس پرس ته په یو لیږل شوي بیان کې د شپې لخوا د ترسره شوي دغه برید مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

حکومتي چارواکو په بلوچستان کې لږ تر لږه په دریو ولسوالیو کې د خونړیو بریدونو کېدو راپور ورکړی، چیرې چې امنیتي ځواکونه د فرقه یي او قومي تشدد برسېره د بېلتون غوښتونکو له بریدونو سره مبارزه کوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي دغه بریدونه "پلان شوي" بللي چې موخه یې د نوموړې په خبره، په پاکستان کې "د بې نظمۍ رامنځته کول" دي.

دا مطلب هم ولولئ پاکستان کې تېرو دریو میاشتو کې '۴۳۰ تنه په ترهګریزو بریدونو' کې وژل شوي

له دې مخکې، د بلوچستان د ایالتي حکومت ویاند شاهد رند ویلي وو: "موږ د بي ایل اې ترهګرو لخوا په څو همغږو بریدونو کې د ۳۹ کسانو د وژل کیدو پخلی کړی دی."

جګپوړي چارواکي نجیب الله کاکړ فرانس پرس ته وویل، په موسی خېلو ولسوالۍ کې، د ۳۰ او ۴۰ تر منځ وسله والو ۲۲ بسونه او ټرکونه یو په بل پسې په یوه لویه لاره چې پنجاب له بلوچستان سره نښلوي ودرول.

هغه وویل: "پنجاب ته تلونکي موټر تالاشي شوي، او د پنجاب خلک پیژندل شوي او په ډزو ویشتل شوي دي."

د بي ایل اې په خپل بیان کې وویل چې دوی "په بلوچستان کې په لویو لارو کې عملیات پیل کړي" او ادعا یې کړې چې یوازې امنیتي پرسونل یې په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، ددغو بریدونو وروسته په ځوابي عملیاتو کې ۱۴ عسکر او پولیس او همدارنګه ۲۱ وسله وال وژل شوي دي.

د بي ایل اې په یو مخکیني بیان کې، بلوڅانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې له لویو لارو لرې پاتې شي. په بیان کې زیاته شوې وه چې د دوی "جګړه د یرغلګرو پاکستاني پوځیانو پر ضد ده."

جګپوړي حکومتي چارواکي جاوید بلوچ وویل، وسله والو په ورڅېرمه بولان ولسوالۍ کې د ریل ګاډي یو پل په بمونو الوځولی چې دغه ایالت له پنجاب او سند سره نښلوي. له پېښې وروسته نږدې شپږ مړي موندل شوي دي.

د ایالتي حکومت ویاند رند وویل، لس تنه د بلوچستان په کلات ولسوالۍ کې هم وژل شوي. د نوموړي په خبره، پدې کې څلور نیمه پوځیان او یو پولیس هم شامل دي چې د ناامنیو پېښو ته د غبرګون ښودلو په عملیاتو کې وژل شوي دي.

د لیویز په نوم د نیمه پوځي ځواک چې د پولیسو تر څنګ کار کوي، یو کارکوونکي نبي بخش وویل چې وسله والو په یو هوټل برید وکړ.

نبي بخش وویل دغو وسله والو د کلي یو مشر چې د امنیتي ځواکونو سره یې اړیکې درلودې، هم په نښه کړی دی.