ګورډن براون: اسلامي هېوادونه دې د افغان نجونو په تعلیم د بندیز په ضد غږ پورته کړي

ګورډن براون ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو حقوقي کميټه د اکتوبر په راروانه میاشت او یا هم د روان کال ترپایه په یوه غونډه کې د " جنسیت بر بنسټ تبعیض" تعریف کړي.

په نړۍ کې د زدکړو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د بريتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون وايي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بهیر ځپل او د ښځو سره د طالبانو چلند د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په توګه په پیژندلو باندې غور کوي.

ګورډن براون د تیرې پنجنشبې په ورځ د ملګرو ملتونو په مرکز کې خبریالانو ته وویل چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو حقوقي کميټه د اکتوبر په راروانه میاشت او یا هم د روان کال ترپای پورې په یوې غونډه کې د " جنسیت بر بنسټ تبعیض" تعریف کړي.

هغه د طالبانو له خوا د نجونود زده کړو مخنیوی په نړۍ کې د نجونو او ښځو د بشري حقونو په برخه کې ترټولو د سختې سرغړونې په توګه یاد کړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه په دې باندې غورکوي چې دا ظالمانه سرغړونه د جنسیت پر بنسټ د تبعیض په کتګورۍ کې شامله کړي.

ګوردن براون وویل: "زه تقریبا ډاډه یم چې اوس خلک ویني په افغانستان کې څه پېښېږي."

د بريتانیا پخواني صدراعظم ګورډن براون، چې زده کړې نه شي تم کیدلی د ادارې مشري هم په غاړه لري، پر هغو اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د نجونو په زده کړو د بندیز په اړه دې د طالبانو پر وړاندې راپورته شي.

هغه وویل: "مونږ اوس دې ته اړتیا لرو چې په نړۍ کې د مسلمانو هیوادونو چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي په ګډون پر هر هیواد باندې غږ وکړو چې په ټول افغانستان کې د نجونو د ځپلو د ختمولو د غوښتنې لپاره سره راټول شي."

هغه وویل چې دده اداره په افغانستان کې د افغان نجونو د زده کړو څخه د ملاتړ لپاره د انلاین زده کړو څخه د ملاتړ ترڅنګ نجونو ته په بهر کې سکالرشپونه او هم دننه په هیواد کې د زده کړو له بهیر ملاتړ کوي. هغه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو بهیر د یو بیړني بحران په توګه یاد کړ او په دې برخه کې يې د یو نړیوال غبرګون په اړتیا ټینګار وکړ.

د بریتانیا پخواني صدراعظم په ملګرو ملتونو کې په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په اړه د اسلامي هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه دبیړنیو اقداماتو دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې په تیرو دوو کلنو کې د ملګرو ملتونو، اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) په ګډون یو شمیر اسلامي هیوادونو د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو ته د طالبانو حکومت د هڅولو لپاره کابل ته څو پلاوي استولي، خو دغو هیوادونو طالبان د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې نجونو ته د زده کړو بیرته پیلولو ته نه دي چمتو کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کیدو وروسته د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې او هم یې په پوهنتونونو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت په یو تازه اقدام کې د اګست په ۲۱ ( زمري ۳۱) د امرالمعروف او نهی عن النمکرقانون نافذ کړ چې ورسره پر ښځو او نجونو باندې نور محدودیتونه هم ولګول شو.

د امر بالمعروف نوی قانون د طالبانو د محتسبینو له خوا پلی کیږي. په دې قانون کې د سرغړوونکو لپاره له شفاهي خبرداریو نیولې تر زنداني کېدو پورې سزاګانې ټاکل شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري او دوی هڅه کوي چې د لومړنۍ دورې څخه په پورته دورو کې هم نجونو او ښځو ته د زده کړو امکانات برابر کړي.