افغانستان کې ښځې په 'سیستماتیک جنسیتي تبعیض' کې ژوند کوي – د نړیوالې څارنې بنسټ

Afghanistan Daily Life

د نړایوالې څارنې (The Global Observatory) په نوم یوې حقوقي ادارې د "ښځو په اړه د زده کړو شویو درسونو د بیا نوي کیدو فرصت او د افغانستان سوله او امنیت" تر عنوان لاندې یوه مقاله کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې د افغان میرمنو وضعیت خواشینونکی بللی دی.

دغه مقاله چې چې د سه شنبې په ورځ مۍ ۲۸ ( جوزا اتم) خپره شوې په کې ویل شوي چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په دغه هیواد باندې د خپل کنټرول د پیاوړي کیدو لپاره د ژوند په ټولو برخو کې پر ښځو باندې محدودیتونه لګولي دي.

په دې مقاله کې ویل شوي: "اوس مهال په افغانستان کې ښځې د بنسټیز شوی جنسیتي ستم، جداکیدلو او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي د مجازاتو څخه د معافیت لاندې ژوند کوي، کوم وضعیت چې د جنسیت پر بنسټ په تبعیض باندې یې شهرت موندلی دی".

طالبانو په تیرو نږدې دریو کلنو کې پر افغانستان باندې د بیا واکمنیدو راهیسې په پرله پسې ډول پر ښځو اونجونو باندې محدودیتونه لګولي دي، په دغو محدودیونو کې د زده کړو کار د محدودیتونو په ګډون د ورزش او د کورڅخه بهر د جامو او محرم محدودیونه هم شامل دي.

دغه مقاله چې د استرالیا د موناش پوهنتون د څیړونکې فرخنده اکبري او ددغه پوهنتون د یوې استادې جاکي ترو له خوا په ګډه لیکل شوې په کې افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي له قوله ویل شوي: "افغانستان د ښځو او نجونو پر حقونو باندې ډیرسخت محدودیونه چې د ۲۰۰۱ وړاندې په دغه هیواد کې یې شتون درلود حالت ته ستون شوی دی ".

ددغې مقالې په یوه برخه کې د سولې په بهیر کې امنیت او د ښځو حقونو باندې بحث کړی دی. ددغې ادارې د موندنو له مخې په تیرو دوو لسیزو کې د سولې د بهیر له امله د ښځو امنیت او حقونه کمزوري شوي دي او نړیوالو لوبغاړو د نورو پروګرامونو لپاره د هغوی پر حقونو باندې معاملې کړي دي.

دغې ادارې د دوحې خبرو او د امریکا د متحده ایالاتو سره د طالبانو د هوکړې پر لاسلیک باندې استناد کړی او ویلي دي چې دغه سیاسي هوکړه د افغانستان د وخت رژیم د استازي د دخالت پرته او پر طالبانو باندې د هغوی په پلاوي کې د ښځو د ګډون په تړاو د فشار پرته ترسره شوه.

په دې مقاله کې ویل شوي: "د دوحې هوکړې دا وښودله چې د خبرو پر مهال د سړي سالارۍ د چانه وهلو په برخه کې یوه اساسي ماتې وه چې د سولې له بهیر څخه یې ښځې لا ډیرې لیرې کړې".

په دې مقاله کې وړاندیز شوی: "سیمه ییزو قدرتونو طالبانو سره له سره اړیکې نیول پیل کړي، چې په ځانګړي ډول د بشري حقونو څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ لپاره د لومړیتونو په انتقال کې حیاتي ونډه لري".

په دغه مقاله کې ویل شوي چې د طالبانو سره د تعامل په برخه کې سیاسي ستراتیژي که د بشردوستانه مرستو لپاره دپلوماسۍ ته ترجیح ورکړي او یا برعکس یې، ترهغې چې د طالبانو له خوا د جنسیت پربنسټ تبعیض ته ځواب ورنکړي کومه اغیزه به ونلري.

همدشان په دې مقاله کې د افغانستان په تړاو چې د نړیوالو لوبغاړو له خوا کومې کړنلارې تراوسه پلي شوي پاشلې اوناسمې بللي او ویلي دي چې د دغو کړنلارو د نه همغږۍ له امله د طالبانو حکومت لا پیاوړی شوی او ددغه حکومت له خوا د ښځو د ځپلو سبب شوی دی.

ددې مقالې په پای کې په دې ټینګار شوی چې اوس د دې وخت رارسیدلی دی چې افغانستان کې د ښځو د سولې او امنیت لپاره پروګرامونه د هغو ادارو پواسطه چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د ملاتړ ادارو له خوا په رسمیت پیژندل کیږي ملاتړ یې وشي.