هند کې د طبعي ګنګل د نړېدو له کبله د لسګونو کسانو د مړینې اندېښنې

د پولیسو او پوځ د سرتیرو په ګډون ۲۰۰۰ تنو د ژغورنې عملیات پيل کړي دي.

په هند کې چارواکي وايي د همالیا په غرونو کې د طبعي ګنګلونو د یوې برخې د نړېدو له کبله اوبه راوتلي او تر دې دمه یې لږ تر لږه ۱۸ کسان یې مړه کړي دي.

چارواکي وايي د ژغورنې عملیه کار کوي چې د برېښنا د تولید د یوې فابریکې ۳۷ کارکوونکي چې په یو تونل کې ګېر راغلي،‌ وژغوري.

په دغو پېښو کې د چارواکو په خبره ۱۶۵ کسان لا درکه دي او اندېښنې شته چې شاید مړه شوي وو.

د پوځ‌ او پولیسو په ګډون د ژغورنې څه باندې ۲۰۰۰ کسان استول شوي چې ایسار شوي انسانان وژغوري.

دغو سیلابونو د هند د «الیکننده» او د «دهاولي ګانګا» په سیندونو باندې د برېښنا د تولید دوې فابریکې هم ویجاړې کړي‌ دي. د دغو سیندونو د اوبو سرچینې د همالیا غرونه دي.

له اوبو سره خټې هم شته او ددغو سیندونو ته نژدیو کلیو کې ځینو کورنیو ته ویل شوي چې ووځي.

د اسوشېټیډ پریس آژانس د راپور له مخې دا اوبه تېره ورځ فبروري ۷ (سلواغه۱۹) د همالیا غرونو د طبیعي کنګلونو د یوې برخې د نړېدو له امله راوتلي دي.

په سیمه کې د هند د سرحدي پولیسو ویاند ویلي چې د یاد کنګل تر ویلې کېدو وروسته په د برښنا د تولید یوه تر کار لاندې پروژه او د برښنا یوه بله دستګاه تخریب شوې ده.

نوموړي زیاته کړې چې د برېښنا د یوې پروژې په تونل کې ۴۲ کار کوونکي بند و چې ۱۲ تنه یې ژغورل شوي او د پاتې کسانو د ژغورلو هڅې هم روانې دې.

د چارواکو په وینا د خټو او «لی» راوتلو له امله ګڼ کورونه او پلونه هم زیانمن شوي دي.