ارګ: د ولسمشر غني او رولا غني د کرونا معاینات منفي دي

ولسمشر غني او لومړۍ مېرمنې پخپلې خوښي معاینات کړي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ولسمشر محمد اشرف غني او د هیواد لومړۍ مېرمنې رولا غني د کرونا معاینات منفي دي.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه اپرېل ۲۱ (غويي دوهمه) پر خپل ټوېټر لیکلي چې ښاغلي غني او لومړۍ مېرمنې پخپله خوښه د کوویډ ۱۹ معاینات کړي او دواړه له بشپړې روغتیا څخه برخمن دي.

هغه ویلي: "د جمهور رئیس محمداشرف غني او د هیواد د لومړۍ مېرمن د کوویډ ۱۹ د ازمایښتونو پایلې چې په خپله غوښتنه یې کړي، منفي دي. جمهور رئیس غني له بشپړې روغتیا برخمن دی او د حکومت ټولې چارې او هلې ځلې رهبري کوي. له بل لوري د کاري محیط د خوندیتوب او صحي والي د ډاډمنتیا لپاره یې لازم احتیاطي اقدامات شوي دي."

تر دې مخکې رویټرز خبري اژانس د ځینو سرچینو په حواله د جمهوري ریاست د ۲۰ مامورینو په کروناویروس د اخته کېدو راپور ورکړی و. خو د افغانستان جمهوري ریاست تر دا مهاله په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.