جرمني د يو ميليارد ونو کښینولو پروژې لپاره پاکستان ته ۲۰ ميليونه يورو ورکوي

پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو څو کلونو راهيسې د اقلیم بدلون زيات ځپلی اوددغه هیواد په ډیرو برخو کې د پرله پسې سیلابونوله امله خلکو ته زیات زیاونونه رسولي دي. (عکس ارشیف).

جرمني پر چاپیریال باندې د اقلیم د بدلون د اغیزو د کمولو لپاره پاکستان ته د میلیاردونو ونو د کښینولو پروژې د دويم پړاو پيلولو لپاره د ۲۰ ميليونه يورو ورکولو ژمنه کړې ده.

په دې لړ کې د نومبر پر دويمه (لړم ۱۲) د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت سېکرتر ډاکټر کاظم نیاز او د جرمني د پراختیایي بانک مشر ایستر ګراوينکوتر د خپلو اړوندو حکومتونو په استازیتوب په اسلام اباد کې تړون لاسلیک کړ.

دا پروژه د جرمني او پاکستان د اقلیم او انرژۍ د نوښت یوه مهمه برخه ده چې د ملګرو ملتونو لخوا په ۲۰۲۱ کال کې د شوي اقليمي بدلون کنفرانس راهيسې پيل شوې ده.

د دې پروژې لومړۍ مرحله لا له وړاندې د خیبر پښتونخوا ايالت د اقليمي بدلون، ځنګلونو، چاپیریال او د ځنګلي ژويو له ادارې سره په همکارۍ تر پلي کېدو لاندې ده.

دا پروژه به پر ۱۰ زره هېکټاره ځمکه باندې د ونو لګولو، د ځنګلونو د ادارې د ظرفیت لوړولو او د معلوماتو د مديريت د يو سیسټم پر رامنځته کولو تمرکز وکړي.

د دې ترڅنګ به دا پروژه په خیبر پښتونخوا کې د ځنګلونو د ساتنې او دوامداره مدیریت او د بېوزلۍ د کمولو لپاره د طبیعت پر بنسټ د اقتصاد د تولید ملاتړ وکړي.

پر دې سربېره، دا پروژه به د ښځو اقتصادي پیاوړتیا او د پرېکړې کولو په پروسو کې د هغوی ګډون ته وده ورکړي.

د تړون د لاسليکولو پر مهال د پاکستان د اقتصادي چارو وزارت سېکرتر ډاکټر کاظم نیاز وويل چې دا پروژه به د پاكستان د اقليميي بدلون د مخنيوي د هلو ځلو او د دوامدار پرمختګ د اهدافو په ترلاسه کولو کې د پام وړ مرسته وكړي.

پاکستان د نړۍ يو له هغو هېوادونو دی چې له تېرو څو کلونو راهيسې اقليمي بدلون زيات ځپلی دی. په دا وروستيو کلونو کې هلته راغلو سېلابونو خلکو او څارويو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ د ميلياردونو ډالرو زيانونه اړولي دي.