جنرال عاصم ملک د آی اس آی د نوي مشر په حيث دنده پيل کړه

۵۹ کلن ډګر جنرال عاصم ملک د استخباراتو په اړوندو بستونو کې مستقیمه تجربه نه لري خو په بلوچستان ايالت کې یې د پلي (پیاده) ځواکونو او په جنوبي وزیرستان قبايلي سيمه کې د پلي لوا قومانداني کړې ده.

د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اس ای د مخکېني مشر ډګر جنرال نديم انجم د کاري مودې سر ته رسېدو وروسته ډګر جنرال محمد عاصم ملک د سپټمبر پر ۳۰ (تله ۹) د ای اېس ای د نوي مشر په حيث رسمي دنده پيل کړه.

پاکستانيو رسنيو ته نظامي چارواکو تائيد کړې وه چې عاصم ملک د سپټمبر پر ۲۳ (تله ۲) د آی اس اې نوی مشر ګمارل شوی وو، خو هغه وخت لا د نديم انجم کاري مودې پوره کېدو ته يوه اونۍ پاتې وه. جنرال ندیم انجم د ۲۰۲۱ کال د نومبر په مياشت کې د ای اېس ای مشري په غاړه اخيستې وه.

۵۹ کلن ډګر جنرال عاصم ملک د استخباراتو په اړوندو بستونو کې مستقیمه تجربه نه لري خو په بلوچستان ايالت کې یې د پلي (پیاده) ځواکونو او په جنوبي وزیرستان قبايلي سيمه کې د پلي لوا قومانداني کړې ده. دا هغه سیمې دي چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د تاوتریخوالي مرکزونه دي.

جنرال ملک له دې ګمارنې وړاندې د پوځ په عمومي قوماندانۍ کې دنده تر سره کوله او له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې د نظامي اداري چارو په ګډون د حقوقي او انضباطي چارو څارنه کوله.

هغه په اسلام اباد کې د پاکستان د ملي دفاع پوهنتون او په کوټه کې په کمانډ او سټاف کالج کې د ښوونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

د عاصم ملک پلار غلام محمد ملک د ۱۹۹۰ په لسيزه کې د پاکستان په پوځ کې درې ستوريزه جنرال وو.

په پاکستان کې پوځ يوه تر ټولو پياوړې اداره ده او د ای اېس ای مشر ته زياتره وخت د پوځ تر مشر (لوی درستيز) وروسته په اردو کې د دویم تر ټولو زيات ځواکمن کس په سترګه کتل کېږي.