د غزې جبالیا کې د اسرائیل په هوایي برید کې ۳۳ تنه وژل شوي

آرشیف

د غزې ملکي دفاعي ادارې ویلي چې د دې تړانګې د جبالیا سیمې سره نږدې د اسرائیل په هوایي برید کې چې د کډوالو په یو کمپ شوی، لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شویدي.

د دې ادارې ویاند محمود بصال د ۳۳ کسانو وژل کیدل اعلان کړي او دا یې هم ویلي چې لسګونه نور ټپي شویدي خو د العوده په روغتون کې یوې سرچینې بیا د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د ۲۲ کسانو مړینه یې ثبت کړې او نږدې ۷۰ نور ټپي شویدي.

بل پلو بیا د اسرائیل د پوځ یو ویاند ویلي چې د تیرې شپې برید په هکله پلټنې کوي او نور جزیات یې ندي ورکړي.

اسرائیل د تیر کال اکټوبر په شپږمې نیټې د غزې په شمال کې د جبالیا سیمې سره نږدې تعرضي عملیات پیل کړل او دا یې ویلي چې پدې سیمې کې د حماس وسله وال په نښه کوي او نه یې پریږدي چې هغوي بیرته یو ځای شي.

خو پدې سیمې کې ګڼ شمیر عام خلک په هوایي بریدونو او جګړوې کې وژل شویدي.

د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې د جمعې په ورځ ویلي چې د غزې په شمال کې د خلکو بشري وضعیت په هکله اندیښنه لري او وایي چې هلته کورنۍ پداسې حال کې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي چې درنه هوایي بمباري پرې کیږي.

د غزې په شمال کې دا کسان داسې مهال وژل کیږي چې د حماس ډلې تائید کړ، سیاسي مشر یې د رفح په ښارګوټي کې په هوایي برید کې وژل شوی.

سنوار ۶۱ کلن وو او د غزې تړانګې په خان یونس کې د بې ځایه شویو په یو کمپ کې زېږېدلی و. په ۱۹۸۷ کې د حماس له رامنځته کېدو وروسته هغه ددې ډلې غړیتوب درلود او وروسته یې د امنیتي څانګې مشر شو.

په اسرائیل باندې د حماس وسله والو د اکتوبر اوومې په برید کې د اسرائیلي چارواکو په وینا، څه باندې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۱ نور یرغمل شوي وو.

ددغو یرغمل شویو ۹۷ تنه تراوسه په غزه کې پاتې دي چې د اسرائیلي چارواکو په خبره، ۳۴ یې وژل شوي دي.