د فرانسې د صدراعظم مېشل بارنیه حکومت چې درې میاشت مخکې جوړ شوی و، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر څلورمه (لیندۍ۱۴) ړنګ کړل شو. پارلمان ترې د باور رایه بېرته واخیسته.
د بارنیه حکومت د فرانسې د اقتصادي کړکیچ د مخنیوي لپاره د لګښتونو د کمولو او مالیاتو د زیاتولو غوښتنه کوله. له همدې غوښتنې وروسته د پارلمان د ۵۷۷ غړو له ډلې څخه یې د ښي اړخو په ملاتړ د پارلمان ۳۳۱ غړو د حکومت د ړنګولو لپاره رایه ورکړه.
دا په تېرو ۶۰ کالونو کې لومړی ځل دی، چې د فرانسې د ملي شورا د استازو خونه (ولسي جرګه) یو برحال دولت سقوط کوي.
د بارنیه حکومت داسې مهال سقوط کېږي، چې په ژمي کې له ټاکل شوي نېټې څخه مخکې په پارلماني انتخاباتو کې هېڅ ګوند اکثریت ونه شو ګټلای او ښي اړخه افراطي سیاستوال د حکومت د پاېښت کلي په لاس کې لري.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې دوه کاله یې پاتې، د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاره لویه دنده په مخکې لري. د فرانسې جمهوري ریاست اعلان کړی چې مکرون به د پنجشنبې په ورځ خپل ولس ته وینا کوي. بارنیه به ژر د خپل حکومت استعفا مکرون ته وړاندې کړي.
د مکرون د استعفا غوښتنه
په پارلمان کې د کیڼ اړخې ټولنې "France Unbowed" مشرې میتولدي پنات خبریالانو ته وویل چې «موږ اوس له مکرون څخه غواړو» چې واک پرېږدي.
نوموړې په فرانسې کې د مخ په زیاتېدونکي کړکیچ د مخنیوي لپاره له وخت څخه مخکې د جمهوري ریاست د ټاکنو غوښتنه وکړه.
خو د پارلمان مرستیالې مارین له پین وویل چې ولسمشر مکرون نوی صدراعظم وټاکي، هغه ته به اجازه ورکړل شي خپل کار روان وساتي او داسې یوه بودیجه وړاندې کړي چې ټولو ته د منلو وي.
د فرانسې ولسمشر د خپلې استعفا په اړه غوښتنې رد کړې او ویې ویل، چې په دې کار سره سیاسي وضعیت نور هم خرابېږي. خو که مکرون استعفا وکړي، باید په فرانسې کې د جمهوري ریاست ټاکنې په یوې میاشتې کې دننه وشي.
د صدراعظم څوکۍ ته کاندیدان کم دي، خو د فرانسې د دفاع وزیر سباستین لکورنو او د ۲۰۰۲، ۲۰۰۷ او ۲۰۱۲ کال د جمهوري ریاست د ټاکنو کاندید فرانیسیس بیر، چې دواړه مکرون ته ژمن دي، د دغې څوکۍ مدعیان بلل کېږي.