افغان طالبانو ته د پاکستان خبرداری: زموږ د خلکو زغم مه ازمایئ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ نومبر ۱۴ (لړم۲۴) په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه د اسلام اباد غوښتنه جدي وګڼي او د پاکستان د خلکو زغم دې نه ازمايي.

د دغه وزارت ویاندې ممتاز بلوچ د افغان طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې په «خپلو سرحدونو کې دې د فعالو ترهګرو په ضد» ګامونه اوچت کړي.

هغې وویل: «د هغو ګواښونو په اړه چې تل په افغانستان کې د بنسټونو او افرادو له لوري ورسره مخامخ یو، د پاکستان د خلکو زغم باید ونه ازمایل شي.»

بلوچ یو ځل بیا د پاکستاني چارواکو ادعا تکرار کړه او ویې ویل: «افغانستان باید اجازه ورنه کړي‌ چې له خاورې څخه یې د ترهګرۍ لپاره د پاکستان او یا بل ګاونډي په ضد کار واخیستل شي.»

د افغانستان د طالبانو حکومت تل د پاکستان دا ادعاوې رد کړې او اسلام اباد ته یې ویلي چې د خپلو ناکامیو پړه دې په افغانستان باندې نه اچوي.

د شنبې په ورځ د بلوچستان د کوټې په ښار کې په یو ځانمرګي برید کې د پاکستان لسګونه امنیتي سرتېري ووژل شول او ژوبل شول.

له دغه برید وروسته، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغان طالبانو حکومت تورن کړ چې «ترهګرو» ډلو ته یې اجازه ورکړې چې د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان په ضد کار واخلي.

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د دوشنبې په ورځ په یوې لنډې ویډیو کې، چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي تلویزیون خپره کړه، د پاکستان د دفاع وزیر دا ادعا رد کړه.

فطرت وویل: « افغانستان نور د هیچا په وړاندې تهدید نه دی، پاکستان دې خپل مشکلات زمونږ په غاړه نه را اچوي او خپلو داخلي مشکلاتو ته دې په کور دننه حل پیدا کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې همدغه راز په سیمه کې د ترهګرو ډلو څخه د هند د حکومت د حمایت د ادعاو په اړه هم اندېښنه ښوده او دا کار یې په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل وګاڼه.

نوموړې د هند د سمندري ځواکونو د یو افسر نیول کېدو ته په اشارې وویل چې هغه «په بلوچستان کې په جاسوسۍ او ترهګریزو فعالیتونو» بوخت و.

د پاکستان د جګړې او امنیتي مطالعاتو د انستیتوت د معلوماتو په اساس، د روان کال په دریو میاشتو، اګست، سپتمبر او اکتوبر کې، په پاکستان کې لږ تر لږه ۲۲۸ ترهګریز بریدونه او امنیتي پېښې شوي، چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي. دا پېښې تر ډېره د خیبرپښتونخوا او بلوچستان په ایالتونو کې شوي دي.

د پاکستان حکومت داسې مهال بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه څرګندونې کوي، چې اسلام اباد په کابل کې د طالبانو تر بیا راتګ مخکې د «جمهوریت» په مهال هم ادعا کوله چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعالیت لري او له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

خو افغان چارواکو دا تورونه رد کړي‌ وو او ویل به یې چې پاکستان د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په ضد طالبان ساتي، روزوي، تجهیزوي او بیا یې د جګړې لپاره افغانستان ته استوي. پاکستان دا ادعا ردوله.

په دغه مطلب کې د پاکستان د اکسپرس تربیون له معلوماتو څخه کار اخیستل شوی.