د کویټ په یوه ودانۍ کې د اور لګیدنې له امله ۴۱ کارګران مړه شوي

د کویټ په جنوب کې د المنقف ښار په یوه ودانۍ کې اورلګېدنه

د کویټ د صدراعظم مرستیال شیخ فهد یوسف سعود الصباح د چهارشنبې په ورځ جون ۱۲ (غبرګولي ۲۳) وویل چې د کویټ په جنوب کې د المنقف ښار په یوه ودانۍ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي دي.

الصباح دغه څرګندونې دغه ځای ته د خپل سفر پر مهال وکړې. په دې ودانۍ کې کارګران اوسېدل. الصباح د دغې ودانۍ خاوندان په سرغړونې او حرص باندې تورن کړل او وویل چې دغه عوامل د دغې پېښې لامل شوي دي.

الصباح، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارتونه هم اداره کوي، وویل چې "د دې ملکیتونو د مالکینو حرص د دې ډول پیښو د رامنځته کیدو لامل کیږي".

د کویټ د پولیسو یو مقام په وینا اورلګیدنه په ځايي وخت د سهار په شپږو بجو پیل شوه.

د کویټ د پولیسو یو مقام جنرال عيد راشد حماد وايي، په دې ودانۍ کې کارګران اوسېدل. د هغه په وینا دا ودانۍ د ډیرو کارګرانو د اوسیدو ځای و او د پیښې پر وخت «په دې ځای کې ډیر شمیر کارګران موجود وو چې په لسګونو تنه یې وژغورل شول خو یو شمیر نور د اور د لوګي د تنفس کولو له امله مړه شول".

د پولیسو دغه افسر پرته له دې چې د دغو کارګرانو هویت او یا د شغل څرګند کړي وویل چې دوی تل د استوګنې په ځایونو کې د زیات شمیر کارګرانو د راټولیدو په اړه "خبردار او اخطار" ورکړی دی.

د افغانستان، پاکستان او بنګله دیش په ګډون د اسلامي هیوادونو او د نورو بهرنیو هیوادونو زیات شمیر اتباع د خلیج هیوادونو ته د کار لپاره ځي.

کویټي مقاماتو ویلي چې اور لګېدنه کنټرول شوې او چارواکي د پېښې د لامل په اړه څېړنې کوي.