شیخ مشعل احمد الصباح د شنبې په ورځ دسمبر ۱۶ (لیندۍ ۲۵) د خپل ورور شیخ نواف احمد الصباح له مړینې وروسته د کویټ نوی امیر شو.
شیخ مشعل احمد الصباح چې ۸۳ کلن دی، د ۲۰۲۱ کال راهیسې کله یې چې مشر ورور د کویټ د خپلو اکثرو دندو څخه ګوښه شو، د هغه مسولیتونه یې په غاړه واخیستل او اوس په رسمي توګه د هغه ځای ناستی شو.
هغه د خپلو کاري دندو لویه برخه د کویټ د امنیتي او دفاعي تاسیساتو په جوړولو تیره کړې ده.
شیخ نواف په ۲۰۰۶ کال کې ولیعهد شو او د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر کې د خپل ورور شیخ صباح له مړینې وروسته چې له یوې لسیزې زیاته موده یې حکومت کړی و او څه دپاسه یوه لسیزه د فارس خلیج د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې مسوول و، د هغه پر ځای امیر شو. د ۸۶ کلن شیخ نواف د مړینې خبر د شنبې په ورځ دسمبر ۱۶ د کویت دربار اعلان کړ.
دپلوماتانو شیخ نواف د وحدت پلوي شخص ګاڼه، خو د هغه د واکمنۍ ډېره برخه د حکومت او پارلمان تر منځ په اختلافونو تېره شوه.
د شیخ نواف د واکمنۍ په لومړیو دوو کلونو کې اته حکومتونه ړنګ او جوړ شول او درې پارلماني انتخابات وشول، چې د کارپوهانو په وینا په کویت کې یې د مهمو جوړښتي اصلاحاتو مخه ونیوله.
کویت په نړۍ کې د تېلو اوومه درجه سترې زېرمې لري او شیخ نواف له واک اخیستو وروسته له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو لپاره ډېرې هڅې وکړې.
د کویت د اساسي قانون له مخې، د امیر له مړینې وروسته، ولیعهد د هغه ځای نیسي، خو په پارلمان کې د لوړې له کولو وروسته واک ترلاسه کوي. نوی امیر تر یو کال پورې وخت لري چې خپل وارث وټاکي.
شنونکي او دپلوماتان وايي، چې شيخ مشعل د خپل ورور په څېر له سعودي عربستان سره د نږدې اړيکو پاليسۍ ته لومړيتوب ورکوي.
یوې کویتي سرچینې په دې وینا سره چې شیخ مشعل د سیمې له حالاتو اندېښمن دی او په سیمه کې د جګړې له پراخېدو وېره لري، د رویترز اژانس ته وویل چې د کویټ نوی امیر د ثبات د رامنځته کیدو غوښتونکی دی او په ځانګړې توګه د سعدي عربستان سره د کویټ په اړیکو ټینګار کوي.
شیخ نواف مخکې له دې چې خپل ټاکل شوي وارث ته خپلې ډیرې قانوني دندې وسپاري، په کورني سیاست کې د اختلافاتو د حوارولو هڅې وکړې چې په کې مخالفینو ته د بخښنې د فرمان صادرول شامل دي چې د اپوزیسیون شخصیتونو له ډیرې مودې راهیسې د هغه په لټه کې وو.
خو بیا هم، په دې هیواد کې دننه سیاسي کړکیچ حل نه شو او شیخ مشعل هڅه وکړه چې د پارلمان په منحل کولو او د جون په میاشت کې د وخت دمخه ټاکنو په ترسره کولو سره سیاسي شخړې پای ته ورسوي.
کویت سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي، خو د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله ډیر لیبرال ګڼل کیږي او یو پارلمان لري چې سني، شیعه، لیبرال او اسلامپال په شته.
شیخ مشعل د کویت د پخواني واکمن احمد جابر الصباح اووم زوی دی، چې درې وروڼو یې له هغه مخکې د فارس خلیج پر دغه هېواد واکمني کړې. هغه پنځه زامن او اوه لوڼې لري.
فورم \ دبحث خونه