فنلنډ د روسیې پولې ته څېرمه د ناټو اډه پرانیزي

د فنلنډ د دفاع وزیر انتتي هاکینن (ښۍ) او ددغه هېواد د اردو قوماندان جنرال پاسي والیماکي

د فنلنډ د دفاع وزارت د جمعې په ورځ سپتمبر ۲۷ (تلې شپږمه) وویل په پام کې لري چې له روسیې سره د خپلې ګډې پلې په ۲۰۰ کیلومترۍ کې د ناټو اډه پرانیزي څو خپل ختیځ ګاونډي ته "پیغام ورسوي."

فنلنډ تېر کال د شمالي اتلانتیک تړون سازمان (ناټو) غړیتوب ترلاسه کړ او په دې توګه یې پر اوکراین باندې د روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل وروسته خپل ناپېیلې دریځ پای ته ورساوه.

د فنلنډ د دفاع وزیر انتتي هاکینن وویل چې د ناټو د شمالي اروپا د قوماندانۍ دا نوې اډه به په میکلي کې پرانیستل شي. دا په فنلنډ کې له روسیې سره ۱۳۴۰ کیلومتره اوږد سرحد ته ترټولو نږدې ښار دی.

هاکینن یوې خبري غونډې ته وویل: "فنلنډ روسیې ته دا پیغام رسوي چې موږ د ناټو بشپړ غړیتوب لرو او ناټو د فنلنډ په دفاع کې پیاوړی رول لري."

په دغه سیمه کې چې ټاکل شوې د ناټو اډه پرانیستل شي، دا وخت د فنلنډ د اردو سرتیري میشت دي. هاکینن وویل: "د موقعیت په شریکولو سره موږ [د فنلنډ] د ملي دفاع د ادارې او ناټو ترمنځ همغږي د امکان ترحده پورې پراخوو."

په فنلنډ کې د ناټو نوې اډه ددغه سازمان د پلیو ځواکونو د قوماندانۍ برخه ده چې په متحده ایالاتو کې د ناټو د نورفوک د قوماندانۍ لخوا اداره کیږي. د نورفوک قومانداني د اتلانتیک او شمالي قطب د سیمو مسئولیت لري.

هاکینن وویل په اډه کې به د ناټو د مختلفو غړو هېوادونو په لسګونو کسان ځای پر ځای شي.

د ناټو د دفاع وزیرانو د جون په میاشت کې په فنلنډ کې ددغې اډې پرانیستل تائید کړل چې په دغه اډه کې به د ختیځې اروپا لپاره د ناټو د غړو هېوادونو ځواکونه په دوراني شکل خدمت کوي.

هاکینن وویل چې ددغه دوراني ماموریت په اړه جزئیات به وروسته اعلان شي.