د افغانستان د لباسونو په مغازو کې د نانځکو پوښلي مخونه؛ دوکانداران څه وايي؟

د کابل د لباسونو په مغازو کې د نانځکو مخونه په المونیمي کاغذونو او یا تورو پلاستیکونو پوښل شوي. یو شمېر دوکانداران وايي ښايي نور محدودیتونه هم ولګول شي.

دغه دوکانداران وايي، د امر بالمعروف پولیسو ورڅخه غوښتي چې په خپلو دوکانونو کې د نانځکو مخونه او د ماډلانو تصویرونه وپوښي.

یو ۲۲ کلن دوکاندار وویل: "دا کار د لباسونو ننداره بدرنګه کوي خو پر پېر او پلور هومره تاثیر نلري." طالبانو له بیاواکمن کېدو راهیسې د نورو محدودیتونو ترڅنګ د انسان څېرو ته ورته مجسمو ښودل منع کړي دي.

پر نانځکو باندې د ښځو داسې لباسونه خرڅلاو ته ایښودل شوي چې ځینې یې لستوڼې نلري او یا یې غاړې ډیرې پراخې دي.

دغه دوکاندار چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي "وروسته دوی شاید دا هم ووايي چې د نانځکو لوڅ لاسونه هم باید په پلاستیکونو وپوښل شي."

دا مطلب هم ولولئ طالبانو د جامو پلورنځیو ته امر کړی چې د نانځکو مخونه وپوښي

د نانځکو د مخونو په ښودلو باندې د ۲۰۲۲ په جنوري کې د بندیز له لګېدو وروسته، د امر بالمعروف پولیسو په هرات کې له ځینو مجسمو څخه سرونه غوڅ کړل.

اوس دغه قانون په ټول افغانستان کې حاکم دی او د پلي کولو لپاره یې د امر بالمعروف کسان په اونۍ کې څو ځله ګزمې کوي.

د کابل په یو څو پوړیز پلورنځي کې د زیاتره نانځکو مخونه په المونیمي کاغذ او تور پلاستیک پوښل شوي دي. د پوپلزي په نوم یو دوکاندار وویل، د ځینو سیمو دوکاندارن د نانځکو مخونه لوڅوي او د امربالمعروف د کسانو له راتګ سره یې بیرته پټوي.

په کابل کې د لباسونو یوه مغازه

هغه وویل: "درې یا شپږ کسان د اونۍ دوه یا درې ځله راځي. دوی له لیرې ګوري او تر پخوا نرمه رویه کوي."

دغه دوکاندار وايي، طالبان د دوکان په مخ کې د داسې مجسمو ایښودل نه خوښوي چې د نارینه پتلون یا دریشي وراغوستل شوې وي. په دغه دوکان کې د نارینه لباس لرونکو مجسمو مخونه هم پوښل شوي دي.

یو بل دوکاندار په افغانستان کې اقتصادي بحران او د ښځو پر زده کړه او کار باندې محدودیت ته په اشارې وویل: "ډیر نور مهم مسایل شته. دا موضوع د افغانانو لپاره دومره مهمه نده."