د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان په کندهار کې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته: خپل کار بند کړئ


په روانه اوونۍ کې طالب چارواکو په کندهار ولایت کې ښځینه مرستندویه کارکوونکو ته یو مکتوب استولی او لارښونه ورته یې کړې چې د کډوالو په یوه پروژه کې دي خپل کارونه بند کړي.

په دغه مکتوب کې چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست له خوا لېږل شوى، ادعا شوې چې د دغه ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې، مرستندويه ادارې د طالبانو له لارښوونو څخه سرغړونه کړې ده.

د رویټرز خبري اژانس دغه مکتوب لیدلی او د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند هم ددغه مکتوب پخلۍ کړی دی.

په مکتوب کې راغلي: "ټول همکار موسسې چې د سپین بولدک د کډوالو او راستنیدونکو چارو له څانګې سره کار کوي ... باید له خپلو ښځینه همکارانو څخه وغواړي چې خپلو کاري ځایونو ته دي نه راځي او تر بلې خبرتیا (امر ثاني) پورې په کور کې پاتې شي."

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یو ویاند ویلي دي چې اداره یې د طالبانو له دغه حکم او لارښونې څخه خبر دی او په دې اړه وضاحت غواړي.

تر دې مخکې، د روان کال په جنورۍ میاشت مخکې د طالبانو ادارې ویلي وو چې پر یو لړ هغو لارښوونو کار کوي تر څو ښځینه کارکونکي وکولای ددغو لارښوونو په چوکاټ کې په ځینو مرستندویه فعالیتونو کې برخه واخلي، خو دغه لارښونې تر اوسه نهايي شوي نه دي.

دغه لارښونې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده هغه حکم منعکس وي چې تر بلې خبرتیا (امر ثاني) پورې ښځې په مرستندویه موسسو کې د کار کولو حق نه لري.

په دغه لیک کې راغلي: "لکه څنګه چې تاسو ټولو ته معلومه ده، چې د [هبت الله اخندزاده] د فرمان له مخې، ښځينه کارکوونکې نه شي کولی تر امر ثاني پورې په موسسو کې کار وکړي... له بده مرغه يو شمېر همکارو موسسو له ښځينه کارکوونکو غوښتي، چې خپلو کارونو ته راشي، چې دا یوه ښکاره سرغړونه ده."

د ناروې د کډوالو شورا، چې یوه نړیواله غیردولتي موسسه ده، د روان کال په مې میاشت کې وویل چې، دوی ته اجازه ورکړل شوې چې ددوی په ګڼ شمېر مرستندویه فعالیتونو کې ښځې خپل کارونه له سره پیل کړي.‌ خو د ناروې د کډوالو د شورا ویاند د طالبانو له خوا د دغه لیک د استولو په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.

د ٢٠٢١ ميلادي کال د اګست پر پنځلمسه پر افغانستان د طالبانو حکومت تر بيا واکمنیدو وروسته ، دوی نه یوازې یې په دولتي ادارو، غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، بلکې ښوونځي او پوهنتونونو ته یې هم له ورتګ منع کړلې.

همداراز، تر شپږم ټولګي پورته، ښوونځي ته د نجونو تګ تر امرثاني پوري بند شوې. سربیره پردې، میرمنې تفریحی پارکونو، عمومي حمامونو او لوبغالو ته د تګ څخه منع شول.

طالبان وايي، ښځو ته د "اسلامي شریعت او افغاني کلتور" پر بنسټ د کار او زده کړې اجازه ورکوي.

خو د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا په وروستي‌ راپورکې، چې د جون ۱۵ (غبرګولي۲۵مه) خپور شوی، راغلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د سیستماتیک تبعیض یوه تر ټولو ښکاره بیلګه په پرله پسې توګه طالبانو د فرمانونو، احکامو، اعلامیو او لارښوونو صادرول دي چې د ښځو او نجونو د تګ راتګ، لباس، چلند د آزادۍ، تعلیم، کار، روغتیا او عدالت ته لاس رسی په ګډون، د هغوی حقونه محدودوي.

دا راپور وايي، د ۲۰۲۱ د سپټمبر او د ۲۰۲۳ د مې میاشتو ترمنځ، له ۵۰ ډیر فرمانونه صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG