په هند کې انتخابات، چې شپږ اوونۍ مخکې پیل شوي وو، ختم شول او د ځینو رسنیو له لوري په اعلان شویو نتایجو کې د برحاله صدراعظم نرېندرا مودي ګوند ګټونکی بلل شوی دی.
رایه ورکونکو تېره ورځ د پارلمان د پاتې ۵۷ څوکیو کاندیدانو ته هم رایې ورکړې. دا د دغو ټاکنو اوومه مرحله وه.
رایې به د سه شنبې په ورځ په رسمي ډول وشمېرل شي. په دغو ټاکنو کې د هند د ولسي جرګې د ۵۴۳ څوکیو لپاره انتخابات وشول.
د هند انتتخاباتي مسئولین د رایو د شمېرلو لپاره برېښنايي ماشینونه کاروي او شاید نتایج هم ژر اعلان شي.
مودي په خپله د خپل ګوند بهارتیا جانتا د کمپاین مشري کوله او لسګونه غونډې یې وکړې، د انتخاباتو تر پیل مخکې د دغه ګوند مسئولینو ویل چې هدف یې دا دی چې ۴۰۰ څوکۍ وګټي او په پارلمان کې به قاطع اکثریت ترلاسه کړي.
خو د ځينو تلویزونونو چاینلونو له لوري په خپرو شویو نتایجو کې ښکاري چې د مودي ګوند او ایتلافیان به تر ۳۵۰ څوکیو پورې وګټلای شي، په پارلمان کې د اکثریت خپلولو لپاره ۲۷۲ څوکیو ته اړتیا ده.
ډېرو څارونکو فکر کاوه، چې د مودي د ګوند مخالفې ډلې چې شمېر یې تر لسو ورپورته دی، وکولای شي په پارلمان کې د مودي اکثریت ختم کړي، خو داسې به ونه شي.
ښکاري چې مخالف ګوندونه به تر ۱۵۰ څوکیو پورې وګټي، خو لا هم په لېرو پرتو سیمو کې رایې شمېرل شوي نه دي او دا رایې چې وشمېرل شي، په پارلمان کې به د اکثریت او اقلیت مسئله نوره هم روښانه شي.
نرېندرا مودي د هند له خلکو مننه کړې چې په خبره یې په بیساري ډول او په لوی شمېر کې یې په ټاکنو کې برخه اخیستي. مودي څو ورځې مخکې په یو مذهبي ځای کې دوه ورځې مراقبه وکړه او تصویرونه یې هم خپاره شول.
په هند کې لوی مخالف سیاسي ګوند، کانګرس پارټي، په ټاکنو کې تر ډېره خپل کمپاین خلکو ته د کار د پيدا کولو او د شتمنیو په عادل وېش باندې متمرکز کړی و. د دغه ګوند مشر راهول ګاندي حکومت تورنوه چې د شتمنو خلکو په ګټې کار کوي او زور یې له بې وزلو څخه وباسي.
دغه ګوند له بې وزلو ښځو سره د نقدو پېسو او له زده کوونکو سره د مرستو ژمنې هم ورکړې. دا ګوند په تېرې یوې لسیزې کې څنډې ته کړل شوی او په پارلمان کې یې ۵۲ څوکې درلودې.
په همدې حال کې د هند پخواني صدراعظم منموهن سینګ د پنجشنبې په ورځ د هند د پنجاب په ایالت کې رایه ورکوونکو ته په خپلې وینا کې نرېندرا مودي تورن کړ چې په خپلو کمپاینونو کې یې «نفرت پاروونکې» ویناوې کړې او تور یې ولګوه چې «هغه د صدر اعظم د څوکۍ حیثیت ټېټ» کړی دی. په پنجاب کې هم د شنبې په ورځ انتخابات وشول.
که د نرېندرا مودي ګوند یې وګټي، دا به په درېیم ځل هغه د هند صدراعظم کړي. تر هغه مخکې یوازې جواهر لال نهرو په هند کې درې ځلې صدراعظمي کړې وه.
په انتخاباتو کې بریالی ګوند باید د جون تر نیمايي پورې، چې د اوسني پارلمان دوره ختمېږي، نوی حکومت جوړ کړي.