اروپايي ټولنې او بریتانیا د ایران پر هوايي او بحري شرکتونو بندیزونه ولګول

د دغو بندیزونو له مخې به د "ایران ایر" هوايي شرکت مستقیم سوداګریزې الوتنې له بریتانیې او بریتانیې ته په پراخه کچه محدودې شي.

اروپايي ټولنې او بریتانیې ددوشنبې په ورځ، نومبر ۱۸مه (لړم ۲۸مه) د ایران پر هوايي او کښتۍ چلولو شرکتونو یو لړ نوي بندیزونه اعلان کړل. ویل کیږي، چې دغه بندیزونه د ایران له خوا روسیې ته د بالستیک توغندیو د انتقال په غبرګون کې وضع شوي دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې بندیزونو له مخې د ایران د دولتي هوايي شرکت "ایران ایر" او د ایران د اسلامي جمهوریت د کښتۍ چلولو شرکت، شتمنۍ کنګل شوې دي.

بریتانیې ویلي چې دغه بندیزونه یې پر یادو شرکتونو له دې امله لګولي، چې روسیې ته د وسلو د لېږد په بهیر کې کوم چې په اوکراین کې د جګړې لپاره کارول کېږي، دخیل دي.

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزیر، ډیوېډ لامي، وویل: "ایران هڅه کوي چې نړیوال امنیت کمزوری کړي، چې دا د منلو وړ نه ده. موږ یوځل بیا له ایرانه غواړو چې د روسیې د غیرقانوني جګړې له ملاتړ څخه لاس واخلي."

د دغو بندیزونو له مخې به د "ایران ایر" هوايي شرکت مستقیم سوداګریزې الوتنې له بریتانیې او بریتانیې ته په پراخه کچه محدودې شي.

همدارنګه بریتانیې د روسیې د بار وړونکي بېړۍ "PORT OLYA-3" پر وړاندې هم بندیزونه ولګول، ځکه چې د بریتانوي چارواکو په خبره، د پوځي تجهیزاتو په انتقال کې یې ونډه لرله.

په ورته وخت کې، اروپايي ټولنه هم د ایران د اسلامي جمهوریت د کښتۍ چلولو او د دې شرکت پر اجرائیوي رئیس، محمدرضا مدرس خیاباني، باندې بندیزونه وضع کړل.

اروپايي ټولنې ویلي چې دغه بندیزونه یې د ایران د اسلامي جمهوریت له خوا د روسیې د پوځي یرغل او په منځني ختیځ کې د وسله‌والو ډلو څخه د ملاتړ په غبرګون کې لګولي دي.

اروپايي ټولنې همداراز زیاته کړې، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د کښتۍ چلولو شرکت په دې تورن دی چې د کسپین سمندر له لارې روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو او نورو وسلو په انتقال کې دخیل دی.

د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لیست کې، د روسیې د کښتۍ چلولو د درې شرکتونو په ګډون، د ایران د کښتۍ چلولو لوی شرکت او ددغه شرکت اجرائیوي رئیس محمدرضا مدرس خیاباني شامل دي.

همدارنګه، اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د هغو بندرونو سره هر ډول راکړه ورکړه منع ده چې د یادو اشخاصو او شرکتونو تر کنټرول لاندې دي.

دغو بندیزونو کې ټول هغه بندرونه شامل دي چې روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو، توغندیو، یا د هغوی پرزو د انتقال لپاره کارول کېږي.

ددغو بندیزونو له مخې، له اروپايي ټولنې څخه ایران ته د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د جوړولو لپاره د پرزو صادرات، انتقال او پلور منع شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې اروپايي ټولنې له وړاندې د ایران د دفاع وزارت مرستیال، د سپاه پاسداران جګپوړي غړي او د ایران درې هوايي شرکتونه، چې روسیې ته یې د بې پیلوټه الوتکو، توغندیو او نورو تجهیزاتو په انتقال کې ښکېل بلل شوي، د بندیزونو په لیست کې شامل کړي وو.

د رپوټونو په حواله، په دې بندیزونو کې د ایران ایر، ماهان ایر، او ساها شرکت او د ایران د دفاع وزارت مرستیال، سید حمزه قلندري، نومونه شامل دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د دې شرکتونو الوتکې په پرله پسې توګه روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو او اړوند ټکنالوژیو د انتقال لپاره کارول شوې دي. د اروپايي تولنې په وینا، دا تجهیزات په اوکراین کې د روسیې د یرغل پر مهال کارول شوي دي.

د دې مقالې په چمتو کولو کې د رویټرز خبري اژانس راپور کارول شوی.